تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: ولسمشر غني د یو فرمان له مخې په تېره دوره دوره کې رامنځته کړی اجرائیه ریاست لغوه کړی.

په دې فرمان کې ټولو ادارو ته ویل شوي چې له دې وروسته د دې ادارې له لوري لېږل شوي مکتوبونه اعتبار نه لري او کارمندان یې هم باید چې د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له لارې نورو ادارو ته د کمبود په صورت کې معرفي کېږي.

ولسمشر همداراز ټولو دولتي ادارو ته امر کړی څو هغه کارمندان بیرته ور وغواړي چې اجرائیه ریاست ته یې خدمتي استولي وو.

ولسمشر همداراز امر کړی چې ټول امنیتي پرسونل چې اجرائیه ریاست ته یې ځانګړی کړی و، بیرته استحضار کړي او د رجال برجسته ریاست هم باید په دریو ورځو کې د پخواني اجرائیه رئیس د امنیت اړوند خپل راپور ارګ ته وسپاري.

د ولسمشر په فرمان کې مالیې وزارت ته هم امر شوی چې له لویې څارنوالۍ سره په ګډه د احرائیه ریاست منقول اموال د دولت خزانې او د اداره امور ریاست ته محول کړي او عدلیې وزارت هم باید د اجرائیه ریاست ټول قانوني اسناد خوندي او ارشیف کړي.

له بلې خوا پخواني اجراییه رييس عبدالله عبدالله، چې ځان یې په خبله ولسمشر اعلان کړی، نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ژر به نوی اجراییه رييس معرفي کړي. ده اشرف غني پخوانی ولشمر بللی او غوښتنه یې کړې چې د نوموړي فرمانونه او احکام دې ملکي او پوځي ادارې نه مني.

4 thoughts on “ولسمشر د یو فرمان په ترڅ کې اجرائیه ریاست لغوه کړ”
  1. د ولسمشر تر ټولو مثبت اقدام او ملت ته د خوشحالی زیری.
    اجراییه ریاست چې په تېرو پنځو کلونو کې د نفاق ، شر او د افغانانو ترمنځ د بې باوری د پیداکولو لپاره د څو تنو عیاشانو مرکز ګرځېدلی وو ، افغان ملت ته هېڅ ګټه نده رسېدلې .
    هیله ده د دې فالتو مشرانو د دفتر بودیجه د ښوونې او روزنې او امنیتي سکتور ته تخصیص کړل شي.
    ډاکتر اودلا اوس که جمهور رییس نه شو ، د ولسمشرانو اکتونه خو به کوي.
    شاهین افغان

  2. ۰قدرمنو وطنوالو خمید ګرزی ښه وپیژنی
    خمید کرزی د ایران او روسیی څخه د د مالی کومک غوښتنه کړی د عبدالله لپاره۰
    تر څو د ولس مشر اشرف غنی صاخب په مقابل کښی خپلی جنجال ته ادامه ورکړی۰
    د خمید ګرزی مقصد دا دی چه زمونږ وطنوال په یو بل داخلی جنګ اخته شی۰
    ۰قضاوت وکړی او هر افغان خپله د وطن دوستی وظیفه سرته ورسوی
    مننه۰

  3. اودولاخان له سپېدار څخه را پرېوتو او دواړه پښې یې ماتې شوې. په ماتو پښو ګرځېدل ورته ډېر مشکل دي الله ج دې ورته دزړه صبر ور کړي که څه هم زړه یې کله صبریږي

  4. خلیلزاد تیره شپه له طلوع نیوز سره په مرکه کی د عبدالله لخوا د راپورته شوي جنجال د هوارۍ د هڅو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه واشنګټن د موازي حکومتونو ملاتړ نه کوي: (( عبدالله ته د سولې شورا ریاست ومنل شو، هغه نور څه هم غوښتل، زه دغه بحران ته ناوخته داخل شوم او د لوړې اعلان کړیو مراسمو ته بیخي کم وخت پاتې و، که طالبان هم سیمې ونیسي، غني هم او عبدالله هم ځینې سیمې لاندې کړي نو دا خو تاریخي اشتباه ده.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *