تاند، چهارشنبه، د حوت ۲۱مه: ولسمشر غني، د دوهم ځل له پاره د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، د ملي امنیت شورا په لومړنۍ ناسته کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هکله اړوندو چارواکو ته امر کړی چې سږ کال دې د نوروز جشن نه لمانځل کیږي.
د ولسمشرۍ ماڼې پر ټویټر پاڼه پدې هکله راغلي، د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه له هر راز را ټولیدنو دې مخنیوي وشي اړ همدا راز دې د نوروز د جشن له لمانځلو هم ډډه وشي.
په دغه ټویټري پیغام کې همدا راز ویل شوي چې په هیواد کې د ښوونځیو او تعلیمي ادارو د رخصتۍ په برخه کې د معارف له وزارت سره مشورې وشي.
د ملي امنیت په دغه ناسته کې ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت ته همدا راز سپارښتنه کړې ده چې د هیواد په بندرونو په ځانګړې توګه له ایران سره پر پوله دې روغتیايي خدمات غښتلي کړل شي او د کرونا ویروس د تشخیص په برخه کې دې لازم تدابیر عملي کړل شي.
نوروز یا د لمریز کال لومړۍ ورځ تر ډیره پورې په مزارشریف کې د حضرت علي په روضه کې په پراخو مراسمو سره لمانځل کیږي.
خو سږ کال د افغانستان حکومت په داسې وخت کې د نوروز د میلې د لغوه کولو خبره کوي، چې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
تر دې وړاندې، د مزار شریف یو شمیر ښاریانو دغه ښار ته له ایران څخه د پروازونو د لغوه کولو غوښتنه هم کړې وه.