څانګه به نن سبا کې ګل شي

ما یې په سر کې سرې غوټۍ لېدلې دینه.

د کب د میاشتې ۱۹ مه په افغانستان کې د جمهوریت د بریا او د افغانانو یوازینۍ هیله وه چې تیره دوشنبه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولمانځل شوه. پدغه جشن کې په افغانانو سربیره د خیبر پښتونخوا څخه د پښتون قوم ډیر درانه استازي د محسن داوړ او علي وزیر په ګډون تشریف راوړی وو. د ولسمشر محمد اشرف غني د تحلیف مراسم د جمهوري ریاست د حرم سرای په ماڼي کې ترتیب شوي وو.

دا پروګرام ډير په مینه روان کې کله به چې بهرني میلمانه او ډیپلوماټان حرامسرای ته رادننه کېدل د افغانانو د هرکلي او چکچکو سره مل کېدل، تاریخ ته په کتو سره افغانان په مېلمه پالنه کې ځانګړی مقام لري او دغه دود یې شکر نه یوارې چې ساتلی یې دی بلکې نور یې هم پاللی دی. ماته پدغه غونډه کې نه هېرېدونکې شیبې هغه وې چې کله ولسمشر د لوړې مراسمو د ګډون په موخه له خپل استوګنځي څخه روان او وروسته له څو دقیقو حرمسرای ته رادننه شو او ددې شیبو تر څنګ لا خوندورې شیبې دا وې چې کله د خیبر پښتونخوا میلمانه محسن داوړ او علي وزیر غونډې ته تشریف راوړ وطنوالو یې په چکچو او خوښیو هرکلی وکړ ، چې زما لپاره ځانګړې اهمیت لري. غونډه د قرانکریم د سپېڅلو آیتونو په قرائت سره پیل شوه او د آيیتونو انتخاب هم ډير غوره او عالي و، ځکه د قران شریف په ایتونو کې دې ته اشاره شوې وه چې باید امانت د هغه اهل ته وسپارل شي.  جمهور رئیس د لوړې مراسم پر ځای کړل اوس نو هغه وخت راورسېد چې ولسمشر خپله تاریخي وینا ولس ته واوروي، ولسمشر په پوره متانت او دقت خپله وینا پیل کړه ، ده په خپله وینا کې د راتلوونکي حکومت په اړه خپله وینا او تګلاره له ولس سره شریکه کړه او ټولو مهمه دا چې د ولسمشر وینا د یووالي پیغام له ځان سره درلود ده په خپلو خبرو کې وویل چې زما پروني سیاسي سیالان د نن ورځې رقیبان نه دی،ده په افغانستان کې په ټولو سیایسیونو او دخیلو اړخونه غږ وکړ چې نور د ټاکنو دور ختم شوی دی لاسونه او اوږې راکړئ چې ګران هېواد افغانستان ته په ګډه خدمت او کار وکړو. ولسمشر وویل زما غېږه ټولو ته خلاصه ده راځئ چې د بې ځایه انتقادونو پرځای د ملت وخت ضایع نه کړو لاسونه سره ورکړو او ګران وطن ته یو پیاوړی حکومت چې د ټول ملت غوښتنه ده په میراث پریږدو. ولسمشر چې کله پښتو خبرې شروع شوې دوه دری دقیقې به نه وې تیرې شوې چې د وسلو او مرمیو غږونه شول الله پاک شاهد دی زما په ګډون د مجلس ډيری ګډونوال وبېرېدل زه هم ډير ډار شوی وم هڅه مې کوله تر څوکیو لاندې ځان پټ کړم چې په همدغه وخت کې ولسمشر د سټيج پر سر لکه غر ولاړ وو، ده د خپلې ورښمینې کورتۍ تڼۍ خلاصه کړه او د ډزو د غږونو همهال یې خپله سینه او ټټر ګډونوالو ته پرانیست همغه شېبه ده وویل دا کمیس دی زرې نه ده زما سر او ځان تر ولس قربان دی زه د ډار بچی نه یم. پدې خبرو سره یو دم د مجلس روحیا بدله شوه، وېرېدلو خلکو ولسمشر په چکچکو بدرګه کړ. الله ج شاهد دی د ولسمشر دې عمل ماته هم ځانګړې انرژي راکړه او د وطن راتلونکې ته یې هیله من کړم.د ولسمشر د تحلیف شانداره مراسم په خوشحالۍ سره روان وو، د ټولو مېلمنو لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وو ما د یو افغان ځوان په حیث د غرور احساس وکړ ځکه چې اوس افغانستان یو پیاوړی نظام لري او رئیس جمهور لري او ددې ټولو تر څنګ اوس موږ یو پیاوړی امنیتي ځواک لرو چې په سیمه کې ساری نه لري. او زموږ په ټولنه کې د سرونه په بیه ټاکنې ترسره او په نتیجه کې یې ولسمشر وټاکل شو. تیره دوشنبه ارګ د ځانګړو خوښیو شاهد وو له هیچا څخه هم په دروازو کې ټلیفون نه وو اخستل شوی هغوي چې له کلونو یې په ارګ کې د عکس اخیستلو شوق درلود خپله تنده ماتووله .په ټوله کې فضا صمیمي او له مینې ډکه وه، فیروز بشري، اباسین بریال او دواخان مینه پال هر مېلمنو ته په ځانګړي انداز سره  د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د میلمنو ځانګړي شوي ځای ته رهمنمایي کول. دا چې لیکنه مې ډيره اوږده شوې نه وې او تاسې مې ستړي کړي نه وئ جهموریت او ولسواکي ده چې د هر افغان حقوق خوندي کولی شي او هر افغان نارینه او ښځينه خپله جایګا پکې موندلی شي د هغې ورځې په هیله چې په ګران وطن کې سوله راغلې وي او د راتوونکي جمور رئیس د لوړې مراسم په غازي سټوډيوم کې ترسره او ټول هېوادوال پکې برخه واخلي.

عارف حقمل . د حکومت د رسنیو مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *