زلمی خلیلزاد

تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۲مه: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، طالبان او افغان دولت باید ژر له یو بل سره کېني او کم تر کمه په سلو ورځو کې بین الافغاني مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي.

خلیلزاد له افغاني کانال طلوع نیوز سره د خبرو په مهال وویل، تمه لري، حکومت به ژر تر ژره یو همه شموله پلاوی وټاکي ځکه په وینا یې چې د مذاکراتي ټیم په تشکیل کار روان دی او د عبدالله په ګډون ټول لوري راضي دي، تر څو یوازې يو پلاوی له طالبانو سره خبرو ته واستوي.

خلیلزاد همداراز ړ عبدالله لخوا د راپورته شوي جنجال د هوارۍ د هڅو خبره هم وکړه او زیاته یې کړه واشنګټن د موازي حکومتونو ملاتړ نه کوي: (( عبدالله ته د سولې شورا ریاست ومنل شو، هغه نور څه هم غوښتل، زه دغه بحران ته ناوخته داخل شوم او د لوړې اعلان کړیو مراسمو ته بیخي کم وخت پاتې و، که طالبان هم سیمې ونیسي، غني هم او عبدالله هم ځینې سیمې لاندې کړي نو دا خو تاریخي اشتباه ده.))

هغه وویل د غني د لوړې مراسمو کې د ګډون په اړه هیڅ معامله نه ده شوې بلکې هلته ورتګ یې د حالاتو د قوي شننې څخه وروسته صورت نیولی دی او دا د افغانستان په خیر کار و.

نوموړي ددې پوښتنې په جواب کې چې له طالبانو سره د ټرمپ تلیفوني خبرو څه معنا لري، وویل، ټرمپ غوښتل هغه څوک وویني، چې دی ورسره توافقنامه لاسلیک کوي، تر څو پوه شۍ، چې هغوی کړو ژمنو باندې وفا کولای شي یا نه؟ او داسې یو پلان هم په نظر کې دی چې ښایي نوموړی له طالب مشرانو سره امریکا کې وویني.

نوموړي زیاته کړه، له طالبانو سره د توافقنامې د لاسلیک په مهال یې د امیدوارۍ احساس درلود؛ خو دا احساس یې نه درلود، چې جشن دې ونیسي: (( موږ او نړۍ د اسلامي امارت احیا نه منو، په رسمیت یې نه پیژنو، طالبان به القاعده ترهګر ځپي، دوحه کې ورسره زموږ نظامیان ناست دي، د دوی د عملیاتو او عملي اقداماتو څارنه او ارزونه به کوي، موږ افغانانو ته ډاډ ورکوو چې د دوی په حقونو معامله نه کیږي.))

د حکومت له لوري دوحې ته له طالبانو سره د خبرو په نیت تللي پلاوي په اړه خلیلزاد وویل، چې طالبانو تر دې دمه ورسره لیدلي نه دي؛ خو ورته ښایي چې باید ورسره وویني او تر اوسه یې چې نه دي ورسره لیدلي دایې ښه کار نه دی کړی:(( موږ هڅه کوو بین الافغاني ناستو کې خپل نفوذ نه په استفاده ښځو ته د ګډون لاره پرانیزو، سوله به اصل کې د افغان ځواکونو د قربانیانو بریا وي.))

د خلیلزاد له قوله، د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي؛ خو دی نه غواړي د ځایونو په اړه یې مالومات شریک کړي.
کله چې خبریال وپوښتل له افغانستان څخه خامخا وځئ؟ خلیلزاد وویل، که چېرې طالبان په خپلو ژمنو ودرېږي، د امریکا او متحدینو ګټو ته خطر پېښ نشي او د افغانستان خلګ زموږ د ځواکونو شتون نور دلته ونه غواړي، موږ تیار یوو له دې هیوداد څخه ووځو.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ځواکونو وتل په شرایطو اړه لري؛ ځکه دده په قول، که امریکا پرته له شرایطو وتل غوښتی نو لکه څنګه چې يې ځواکونه بې له اجازې راغلي وو همداسې بې له اجازې ایستلای هم شوای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *