تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: ننګرهار کې د کورونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف د بشپړو روغتیایي تدابیرو نیولو تر څنګ یو سل بستریز واټ پرانیستل شو.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی وایي، په ولایتي کچه یې د کورونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي په هدف یې پلان جوړ کړی، چې د عامه پوهاوي برخه هم په کې شامله ده او هم یې په تورخم ښارګوټي کې د مسافرینو د راتګ پر مهال سکریننګ جریان لري.

په ورته مهال دعامې روغتیا وزارت مرستیال فدا محمد پیکان وایي،  ننګرهار کې د کورونا ویروس د احتمالي راتګ د مخنیوي لپاره تدابیر نیولي، خو له ایران او پاکستان څخه ددې ویروس را انتقال ته اندېښمن دی.

د عامې روغتیا وزرات د معالوماتو له مخې تراوسه په افغانستان کې دکرونا ویروس ۱۵۰ پېښې ثبت شوي چې له جملې ۷ مثبتې ثابت شوې چې دوه یې په سمنګان او پنځه یې په هرات ولایت کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *