تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۳مه: په کابل کې د کاناډا سفیر دیف میتکف وايي چې افغانستان کې سولې ته رسېدل نه یوازې ستونزمن بلکې په وینا یې لا هم د جګړې ختمیدو ته اوږده لاره پاتې ده.

میتکف وایي، کاناډا په افغانستان کې له تلپاتې او سراسري سولې ملاتړ کوي، خو په وینا یې افغان حکومت د جګړې د پايته رسولو او سراسري اوربند د ټینګښت لپاره اوږده لاره په مخکې لري.

نوموړي چې نن په کابل کې «ټول شموله سولې ته د ټولو لاسرسي» پروګرام پرانیستې پر مهال د سولې بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

د کاناډا دغه دیپلومات وايي هېڅ هېواد تلپاتې ثبات او سولې ته د رسیدو لپاره د ښځو رول ته بې پامي نشي کولای او باید ښځو ته ونډه ورکړل شي:«‎هېڅ هېواد د پخلاینې په یوه ملي پروګرام کې نه باید خپلو نیمايي وګړو ته بې پامي وکړي، د خبرو له بهیر وراخوا، د سولې په ټولو اړخونو کې د ښځو ګډون اړین دی، له جګړې وروسته بهیرونو کې د ښځو فعاله ونډه د هیواد په ثبات، بیارغونې او اقتصادي فعالیتونو کې مثبتې پایلې لري.»

د کاناډا د سفارت لخوا په دغه ناسته کې چې ټول ګډونه او سراسري سولې ته د لاسرسي د رامنځته کولو پروژې د معرفي کولو په موخه جوړه شوې وه د هېواد د یو شمېر ولایتونو مېرمنو هم پکې ګډون کړی وو.

دوي وايي باید د سولې په خبرو کې دوي له یاده ونه ایستل شي.

د افغانانو ترمنځ د احتمالي خبرو د پيلیدو په درشل کې په دغو خبرو کې د ښځو د پراخې ونډې لپاره غوښتنې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *