تاند، جمعه، د حوت ۲۳مه: د ملي امنیت شورا اعلان کړه چې طالبانو سره د بندیانو په رابطه د خبرو لپاره استولې د تماس ډله یې له قطر څخه کابل ته بېرته راستنه شوې ده او ډېر ژر به دوی یو بل پلاوی د حسن نیت په نوم دوحې ته واستوي.

د ملي امنیت شورا لخوا تاند ته په دې اړه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شپږ کسیزه ډله یې له امریکا سره په همغږۍ او د قطر دولت په غوښتنه دوحې ته استولې وه چې تېره شپه بېرته هیواد ته راګرځېدلې ده.

 امنیت شورا وايي، دغه پلاوي د قر د ملي امنیت له سلاکار، د سولې په چارو کې د قطر له ځانګړي استازي، په قطر کې د امریکا له لوړ پوړو سفارتي چارواکو، د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو له خاص استازي، د انډونیزیا د باندنیو چارو وزیر، افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي او دوحې لپاره د جرمني له سفیر، افغانستان لپاره د ناروې له ځانګړي استازي او نورو چارواکو سره کتلي دي.

په دې پلاوي کې د ملي امنیت شورا استازی سالم شاه ابراهیمي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د عدليې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، د باندنیو چارو وزارت استازی فیض الله ذکي، د حج و اوقافو وزارت معین مولوي مظفري، او د زندانونو د تنظیم رئیس ښاغلی توتاخیل شامل وو.

 امنیت شورا وايي،  افغان دولت به د ښه نیت یو بل پلاوی هم ډېر ژر دوحې ته واستوي، تر څو د سولې مذاکرات پرمختګ وکړي، په داسې حال کې چې طالب سرچینې وايي، له دغه تماس پلاوي سره یې نه دي کتلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *