تاند، جمعه،  حوت ۲۳مه: د کورونا ویروس د خپرېدو له ګواښ سره هم مهاله د افغانستان په دریو ولایتونو کاپیسا، پکتیا او پروان کې د دغې ناروغۍ  اووه مشکوکې پېښې موندل شوې دي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وايي، دا اووه پېښې په دایکنډي، پکتیا، پروان، سمنګان او کابل کې تازه ثبت شوې دي او نتیجه به یې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې معلومه شي.

  د وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله ۱۶۷ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي او په هرات و سمنګان کې ۷ مثبتې راوتلې دي.

همدا راز تېره ورځ وزارت اعلان وکړ چې د کورونا لومړنی افغان ناروغ یې کور ته رخصت کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *