تاند، جمعه، د حوت ۲۳مه: د کابل پولیسو هغه کس نیولی چې څو شپې وړاندې یې په دغه ښار کې یو کور ته اوښتی و او دغه کور کې یې یو پلار، مور، ورور او وراره وژلي وو.

د کابل پولیسو څلور ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د اتمې حوزې اړوند د قلعه برقي په سیمه کې د یو کور څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

خو اوس د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته وايي، چې د دغې کورنۍ د قتل په تور د عبدالمجید په نوم یو کس د پولیسو لخوا په ځانګړو عملیاتو کې په نښه او نیول شوی دی.

د فرامرز په خبره، د دغې کورنۍ ټول خپلوان پر عبدالمجید مستقیم تور لګوي چې د دغه کور څلور غړي یې وژلي دي، خو د فرامرز په خبره له عبدالمجید څخه لا زیاتې څېړنې او پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې په دې وروستیو کې د جنايي پېښو ګراف د پولیسو له هڅو سره سره لوړ تللی دی.

ولسمشر د کابل پولیسو ته درې میاشتې مهلت ورکړی چې د ښار وضعیت مهار کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *