تاند، جمعه، د حوت ۲۳مه: ټاکل شوې وه چې سبا شنبه له افغان زندانونو څخه د ولسمشر غني په امر د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پيل شي، خو اوس ویل کېږي چې دا لړۍ د خنډ او ځنډ سره مخ شوې ده.

د ارګ یوه مؤثقه سرچینه تاند ته وايي، طالبان دا نه مني چې د ولسمشر د طرحې له مخې دې ۱۵۰۰ طالبان سر له سبا او ۳۵۰۰ دې د مذاکراتو په منځ موده کې ورخوشې کړای شي، بلکې غواړي چې له مذاکراتو وړاندې ټول ۵ زره طالبان په یو دمي ډول ورخوشې کړای شي.

د سرچینې په حواله له همدې کبله چې طالبان د بندیانو د خوشې کولو په تړاو د ولسمشر له طرحې سره اختلاف لري، سر له سبا څخه د طالب بندیانو خوشې کېدل ځنډېدلي دي.

افغان حکومت غواړي طالبان په تدریجي او مشروط ډول له افغاني زندانونو څخه خوشې شي، چې زلمي خلیلزاد هم د حکومت د دغې تخنیکي طرحې هرکلی کړی دی.

افغان حکومت وايي، طالب بندیان خوشې کوي، خو ګوري به چې طالبان تر کومه حده تاوتریخوالی راکموي.

ځواب دلته پرېږدئ