تاند، جمعه، د حوت ۲۳مه: د باندنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د کابل دفتر یوناما مشر تدداماچي یاماموتو احضار کړی و.

تدامیچي تر دې وړاندې له عبدالله عبدالله سره لیدنه کړې وه چې اوس یې باندنیو چارو وزارت ته د احصاریدو په اړه د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې سرپرست وزیر هارون چخانسوري ښاغلي یاماموتو ته ویلي، ټاکنیز بهیر پای ته رسیدلی او د افغانستان د اساسي قانون په اساس محمد اشرف غني ولسمشر دی او هغه د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده… بنآ، د افغان سیاست په اړوندو مسایلو بحث باید د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو نورمونو خلاف نه وي.

په ځواب کې یې د یوناما مشر ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې یوناما په افغانستان کې هېڅ موازي حکومت نه په رسمیت پېژني او نه یې هم ننګه کوي: ((ملګري ملتونه ولسمشر غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه پېژني او هغه ته یې مبارکي ورکړې ده.))

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله دا پایلې نه مني او ځان یې ولسمشر اعلان کړی دی.

One thought on “افغانستان، د یوناما مشر له عبدالله سره د لیدو له کبله احضار کړی”
  1. ملګری ملتونه پدی پوهیږی چی د یو شخص یا ډلی سره لیدلی د نړیوالو قوانین خلاف عمل مګر دوی پدی ۴۰ کلنه او ۱۹ جنګی دوری کی دا اصول یا قوانین په افغانستان کی تر پښو لاندی کړی

    کچیری وایی چی دا دوی حق دی نو لومړی دی سر له سبا د منظور پښتون ډلی سره هم وګوری چی پاکستان ورته څرنګه ځواب ورکوی نو لدی معلومیږی چی افغانستان یو بی سرپوښه دیګ دی هر شخص یا سازمان یا سفارت چی څه یی زړه وغواړی هغه کار کوی

    مګر وزارت خارجه ته پکار ده چی پدی اړه او همدارنګه د پاکستان د سفیر لیدل یا ایرانی چارواکو لیدل په اړه هم ملګری ملتونو ته رسمآ شکایت وکړی چی آیا یو سفارت یا سازمان کولی شی د یو منل شوی او قانونی ولسمشر په شتون کی د یو ډلی یا شخص وګوری کچیری نشی کولی دا ډول سفیران یا سازمان استازی باید تبدیل شی او بیا تکرار لپاره رسمی توصیه نامه ورکړی ترڅو ورته ګام پورته نشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *