تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ د لانجې په اوج کې د ګلبدین حکمتیار کور ته ورغلی دی.

د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر وايي، حامد کرزي له ګلبدین حکمتیار سره د هېواد پر روان وضعیت، سوله او نورو مهمو مسایلو بحث کړی دی.

حامد کرزی چې ظاهرا د اشرف غني او عبدالله د جنجال د حل هڅه کوي په اړه یې څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي ویلي وو د ولسمشر غني له لوړې سره د حامد کرزي غشی په کاڼي لګېدلی دی.

راپورونه وو چې حامد کرزی د ملي یووالي د حکومت دوام غواړي، خو حکمتیار بیا په دې اړه له رسنیو سره مرکه کې وویل، د حامد کرزي او د ده طرحه دا وه چې غني د غیر منتخب ولسمشر په توګه واک ته دوام ورکړي خو د وخت په رارسېدو د سولې له هوکړې وروسته واک پرېږدي.

2 thoughts on “حامد کرزی د ګلبدین حکمتیار کور ته ورغلی دی”
  1. حمییید کرزی د ولسمشر اشرف غنی د حکومت پر ضد دسیسو ته لمن وهی۰
    حمید کرزی په وطن کښی دګډوډیو غوښتونکی دی۰ هو خدای دی خپل نیت ور ورسوی۰
    هر څوک پدی پوهیږی چه داکتر صاخب اشرف غنی د دی وطن ابادی غواړی۰دا چه ولی کرزی
    د دی نظام په مخالفت کښی شپه او ورځ په تخریبی خرکتونو پسی دی څه فکر کوی چه څه غواړی۰
    مننه

  2. په مغرب زمین کی خلګ د کرونا د ویروس څخه په بیره کی دی
    خو
    زموږ.خلک د مافیا د ویروس څخه په بیره کی دی
    داسی ګومان کیږی چی د کرونا ویروس د لابراتوارونو محصول دی
    همداسی
    داسی ګومان کیږی چی مافیائی ویروس د لویو قدرتونو د ستراتژیکو پلانونو محصول دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *