تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: افغان حکومت د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د هغې طرحې هرکلی کړی دی چې نوموړي په ټویټر له کورونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره وړاندې کړې ده.
ښاغلي مودي لیکلي، وړاندیز یې دا دی چې د سارک سازمان غړي هیوادونه له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره یوه قوي ستراتیژي جوړه کړي.
د مودي په خبره کولی شو چې د ویډیويي کنفرانسونو له لارې د خپلو هیوادوالو د خوندیتوب لپاره رغنده بحثونه وکړو.
په مقابل کې یې د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي لیکلي چې افغان حکومت د کورونا پر ضد د سارک سازمان هیوادونو لخوا د ګډې ستراتیژۍ د جوړولو هرکلی کوي.
افغان حکومت په داسې حال کې له کورونا څخه د مخنیوي لپاره د هند د طرح ملاتړ کړی دی چې دا مهال په افغانستان کې د کورونا ۱۸۱ مشکوکې پېښې ثبت شوي او ۱۰ مثبتې پېښې ثبت دي.