تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه: په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د یوولسو پیښو له ثبتیدو سره هم مهاله د بدني روزني عمومي ریاست هم په ټول هیواد کې د کرونا ویروس له امله پر ورزشي لوبو بندیز ولګاوه.
د شنبې په ورځ په کابل کې د هیواد د بدني روزنې عمومي ریاست مسئولینو په دې اړه یوه ناسته وکړه، چي په پایله کي یې د کورونا ویروس له امله ټولې ورزشي لوبې د نامعلوم وخت لپاره لغوه اعلان شوې.
د بدني روزني ریاست په مرکز او ولایتونو کې د ورزشي مسئولینو څخه غوښتني، چې یاده پرېکړه په ټولو ولایتونو کې تطبیق کړي.
د افغانستان بدني روزنې ریاست او د المپیک ملي کميټې دغه پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د کرونا وېروس یوولس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
په ټولو هیوادونو کي د دې ویروس له امله هر ډول ورزشي لوبې یا هم لغوه شوي، یا ځنډول شوي او یا هم د مینه والو پرته ترسره کیږي.