تاند، شنبه، د حوت ۲۴مه:  ولسمشر غني د کورونا ناروغۍ د مخنیوي د هڅو په لړ کې د یوې میاشتې لپاره د افغانستان د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو رخصتي اعلان کړه

په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر لوی سلاکار وحید عمر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ولسمشر د عامې روغتیا، پوهنې، لوړو زده کړو او اطلاعاتو فرهنګ وزارت په ګډ وړاندیز د ۱۳۹۹ کال د حمل تر ۳۰ مې پورې ټول ښوونځي او پوهنتونونه بند اعلان کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د المپیک او بدني روزنې ریاست نن ټول هیواد کې پلان شوې هر ډول لوبې لغوه کړې، همدا راز امنیت شورا د نوروز جشن هم لغوه کړی او نن سهار د هیواد د ښوونځیو او پوهنتونونو اړوند بنسټونو ویاندانو هم تاند ته تایید کړیوه چې د کورونا ویروس د مخنیوي په خاطر د ټولو علمي او ښوونیزو بنسټونو د تړلو په اړه سلا مشورې کوي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت په دې اړه تاند ته وویل: (( موږ تر اوسه په هرات او نیمروز کې ښوونځي رخصت کړي دي، خو د نورو په اړه مو نهايي تصمیم لا نه دی نیولی. همدا راز مو په ګرمسېرو ښوونځیو کې یو درسي ساعت د کورونا په اړه پوهاوي ته ځانګړی کړی دی.))

بلخوا د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال حنیف فرزان هم وویل، وزارت یې هڅه کوي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونه رخصت اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا ویروس په ګاونډي ایران کې زیاته وده کړې ده او په دغه هیواد کې تر اوسه ۵۰۰ کسان له یاد ویروس څخه مړه شوي دي.

کورونا ویروس دا مهال د نړۍ په ۱۱۴ هیوادونو کې خپور شوی دی او د روغتیا نړیوال سازمان هم دا ناروغي یوه نړیواله وبا بللې ده چې تر اوسه یې د مخنیوي لپاره کوم درمل نه دي پیدا شوي.

افغانستان کې تر دې دمه د کورونا ۱۷۰ مشکوکې او ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

همدا راز ولسمشر امر کړی دی چې ۲۵ میلیونه ډالر دې له ملي خزانې څخه د کورونا د مخنیوي لپاره ځانګړي شي او چین هم ویلي چې له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره مرستې ته چمتو دی.

One thought on “افغان حکومت د کورونا له امله ښوونځي او پوهنتونونه یوه میاشت رخصت کړل”
  1. دا یو ښه تصمیم دی ، ځکه چې د کورونا ویروس ساری دی او ډېر ژر ژر نورو ته سرایت کوي.
    زمونږ هېوادوال باید پدې هکله له یو بل سره همکاري وکړي چې دا ویروس مهار او نورو ته له انتقالېدو مخه ونیسي.
    1 هغوي چې په خواشینۍ سره پدې ویروس اخته شویدي ، باید ځان له نورو جدا کړي او د امکان تر حده ډېر ژر روغتیایی مرکزونو ته د خپلې ناروغۍ خبر ورکړي.
    2 دولتي مقامات خصوصا د عامې روغتیا وزارت خپل صحي پرسونل دهېواد په ټولو بندرونو کې زیات کړي او هر مشکوک کس تر نظارت لاندې ونیسي. البته مشکوک انسان پدې مانا ندی چې هغه دا ویروس لري ، نو د څو نفرو مشکوکو کسانو یوځای ساتل هم درست کار ندی. د وینو د معایناتو لپاره لازم لابراتوارونه په لویو ښارونو کې لکه ، جلال آباد ، کندهار ، هرات ، مزار شریف ، خوست او نورو کې په کار واچول شي.
    3 زمونږ ټول هېواد ال دې بې له ضرورته په مزدحمو او له ګڼه ګوڼې ډکو سیمو کې نه ګرځي.
    4 خپل نظافت ته پام وکړئ ، لاسونه په مایع صابون پاک پرېمنځئ . صحي خواړه وخورئ ، لیمو او هره هغه مېوه چې ویتامین سي ولري ، ستاسو وجود تقویه کوي وخورئ .
    5 که ضرورت نه وي له کوره مه وځئ او له دوستانو سره په غونډو ، مظاهرو ، محفلونو ، رستورانونو ، مېلمستیا او … ګڼ مېشتو ځایونو کې برخه مه اخلئ .
    6 د دې مرض اصلي نښې شدیده سردردي ، نفس تنګي او تبه ده ، خو نورې نښې لکه اسهالات ، د نس درد ، استفراق دي . که داسې نښې څوک ولري نو ژرتر ژره له روغتیایی مرکزونو سره تماس ونیسئ .
    7 البته ډېر تشویش هم باید ونکړو . د الله تعالي ج او د خپل محبوب پیغمبر حضرت محمد ص هر امر او هدایت ته چې مونږ ته یې د امراضو او سختیو په وخت کې لار ښوونه کړې ده ، عملي کړو ، انشاءالله ډېر ژر به له دې مصیبتونو نه هم خلاص شو. په ماشومانو او ځوانانو کې د تلفاتو فیصدي یې ډېره لږ او په زړو ، ضعیفو کسانو کې خصوصا هغوي چې د زړه ، شکرې او نفس تنګي تکلیف لري ، زیات دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *