تاند- د بریتانیا رسنۍ وايي، د دغه هیواد ساینسپوهان د کورونا وایرسو پر ضد د واکسین د جوړړلو په درشل کې دي.

بریتانیايي ساینسپوهان وايي چې جوړ کړي واکسین یې پر موږکانو ازمویلي او نتیجه یې بریالۍ ده.

د (Mucosal Infection and Immunity) د معافیت د ادارې د ريیس ډاکتر رابین شاټک په مشرۍ څېړونکي وايي، دوی هیله لري چې دا واکسین به تر جون پورې چمتو شي.

د (امپریل کالج لندن) پوهنتون جګپوړی څېړونکي ډاکتر پاول مک کې ایکسپریس ورځپاڼې ته وویل«موږکانو ته د واکسین له پیچکاري کولو یوه میاشت وروسته مې دا نتیجه ترلاسه کړه چې دا واکسین په رښتیا کار ورکوي.»

ډاکتر مکي وايي، چې د ده ټیم اوس له نورو ساینسپوهانو سره په پاریس کې په دې کار کوي چې دا واکسین پر بیزوګانو څومره اغېزمن دی.

ده د دې لپاره چې پر انسانانو دا واکسین وازمویل شي او نتیجه ورکړي پر دې څېړنه د نورې پانګونې غوښتنه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *