تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: وروسته له هغې چې امریکایي جنرال کنت مکنزي له طالبانو سره د داعش پر ضد ختیځ کې د امریکا د پیسو او تمویل راپور ورکړ، طالبانو په یوه تازه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې کلکه اراده لري ترڅو له افغانستان څخه دغه ډله محوه او د ابد لپاره يې هیوادوال له ضرر څخه خلاص کړي.

طالبانو چې پخوا یې داعش د امریکا پروژه بلله اوس یې په اعلامیه کې داعش ډله یوه مرموزه او ظالمه ډله یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان له مختلفو سیمو څخه یې شړلې او تراوسه یوازې د هیواد په محدودو شرقي سیمو کې پاتط وه چې په مقابل کې يې تصفیوي عملیاتو جریان درلود او بلاخره یې مرکزونه تصفیه شول.

طالبانو یوځل بیا ژمنه کړې ده چې هیڅ کله به داعش ته دا فرصت ورنه کړي چې افغانستان د فتنې مرکز وګرځوي.

د طالبانو اعلامیه کې پر ولسونو غږ شوی چې د داعش ډلې سره دې له هر ډول مرستو ډډه وکړي، ترڅو دا ډله ونه توانیږي چې په افغانستان کې د بې ګناه خلکو وینې وبهوي د ولسونو ترمنځ کرکه او اختلاف رامنځ ته کړي او یا هم افغانانو او نړیوالو ته له افغانستان څخه تهدید متوجه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د امریکا په هوکړه کې راغلي چې دغه ډله به د داعش او القاعدې پر ضد مبارزه کوي.

خلیلزاد هم وروستیو مرکو کې اشاره ورکړې چې دوحه کې یې نظامیان له طالبانو سره د همغږۍ مرکز لري او د ترهګرو ډلو پر ضد د طالبانو مبارزه څاري.

همدا راز جنرال کنت مکنزي هم د امریکا سنا جرګې ته اعتراف کړی چې امریکایانو په امتحاني ډول ننګرهار کې طالبانو ته پیسې او تجهیرات ورکړل تر څو داعش سره جګړه یې و ارزوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *