تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: یونیسف د مالي ستونزو له کبله په خوست کې د پولیو پر ضد د پوهاوي پروګرام ځنډولی او ۲۰۹ مسوولان یې له دندو لرې کړي خو د خوست اوسيدونکي په دغه ولايت کې د پوليو پرضد د عامه پوهاوي د مسوولينو له دندو پر ګوښه کېدو اندېښنه څرګندوي.
ياد کسان د دغه ولايت په عليشېرو، سپېره او ګربزو ولسواليو کې د يونيسف له لوري ګمارل شوي وو، چې خلکو ته يې د پوليو د خطر او د واکسينو د اهميت په تړاو په کليو او بانډو کې معلومات ورکول خو اوس له دندو ایسته شوي دي.
د عليشېرو ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله وايي، مسولین دې پدې برخه کې جدي پاملرنه او د دوی د ماشومانو د راتلونکي په تړاو فکر وکړي.
یو بل کس د حفيظ الله په نوم د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونک وایي، که خلکو ته عامه پوهاوی ور نه کړل شي، ممکن له پولیو واکسینو د انکاري کسانو کچه ډېره شي او په دې سره پوليو، چې يوه ناعلاجه ناروغي ده، خطر يې ډېر شي.
د خوست د عامې روغتيا ریيس ډاکټر حبيب شاه انصاري هم وايي، چې د پوليو پرضد د عامه پوهاوي د يادو مسوولينو پر ګوښه کېدو دوی هم اندېښمن دي.
د نوموړي په خبره، چې دوی له مرکزي ادارې سره په اړیکه کې دي او په خبره یې شاید په لنډو وختونو کې بیرته د عامه پوهاوي دا پروګرام فعال کړي.
بل پلو په افغانستان کې د يونيسف يا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق د پوليو پروګرام د عامه اړيکو مسوول ډاکټر سيد کمال شاه وايي، چې دغه کسان تېره مياشت د مالي ستونزو له کبله له دندو لېرې شوي دي.
د ډاکټر سيد کمال شاه په خبره، د عامه پوهاوي د يادو ټولو کسانو فعاليتونه او هڅې ستايي، خو زياتوي، چې د يونيسف له لوري د عامه پوهاوي يو شمېر نور پروګرامونه هم د تطبيق په حال کې دي.
د یادونې وړ ده، چې په روان ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې تر دې مهاله په افغانستان کې د پوليو دوه مثبتې پیښې یوه په هلمند او دويمه په زابل ولایت کې ثبت شوې دي.