تاند، یکشنبه، د حوت ۲۵مه: د طالبانو د بندیانو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان حکومت په زندانونو کې یې شاوخوا څلویښت زره ملګري بندیان دي او په دوی کې د کورونا خپریدو اندیښمن کړي دي.

طالبانو ویلي، دا د هر مسلمان افغان، دنده ده چې د دغې ناروغۍ په مخنیوي کې خپل مسؤولیت درک او ادا کړي، خو په وینا یې د افغان حکومت په زندانونو کې تر اندازې زیات بندیان ساتل کیږي، چې په اړه یې تر ټولو د جدي اندېښنې وړ ګواښ متوجه دى.

طالبانو پر نړیوالو حقوقي او روغتيايي سازمانونو او خيريه بنسټونو هم غږ.کړی چې د افغانستان محابسو ته جدي او ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې ارتباط اړونده ادارو ته لازمي سپارښتنې او مرستې ورسوي.

طالبانو ویلي په افغان زندانونو کې شاوخوا څلويښت زره بندیان ساتل کیږي چې عادي ساري ناروغۍ هم په کې په اسانۍ سره خپریږي: ((الله مه کړه، که د کورونا ناروغي ور ورسیده، يو لوۍ ناورین به را مينځته شي، چې په هغه صورت کې به يې مسئولیت د کابل ادارې او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته ور له غاړې وي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ ځنډولې او ویلي یې دي چې دې ورځو کې تر سولې له کورونا سره مبارزه ورته لومړیتوب لري.

د ستراټيژيکو او عامه اړيکو په برخه کې د ولسمشر محمد اشرف غني ستر سلاکار وحيد عمر د يکشنبې پر ورځ له خبريالانو سره په يوه ګډه غونډه کې وويل، کورونا په اوس وخت کې حکومت لپاره تر سولې مقدمه ده.

همدا راز نن د ولسمشر په یو حکم کې د وحید عمر په مشرۍ د کورونا وېروس لپاره يوه نوې کمېټه هم جوړه شوې او دا کمېټه دنده لري، چې د کورونا وېروس هر اړخيزه څېړنه وکړي.

افغانستان کې دا مهال د کورونا ۱۶ پیښې ثبت شوي چې ورسره ټولې تعلیمي ادارې رخصت، لوبې ځنډېدلي او باندنیو چارو وزارت هم دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې لغوه کړې دي.

همداراز ولسمشر د نوروز جشن هم لغوه کړی او ۲۵ میلیونه ډالر یې هم له کورونا سره مبارزې نه اختصاص کړيدي.

3 thoughts on “طالبان د کورونا له کبله د خپلو ۴۰ زره بندیانو روغتیا ته اندیښمن دي”
  1. که دطالبانود چارواکو سره په قطر کی د خپلو مزواو چړچو په عوض ، رښتیا هم د خپلو زندانیانو غم او تشویش وی نو باید سمدلاسه د افغانستان د ملت او دولت سره مکمل او دوامداره اوربند وکړی ، خپلی شوراګانی او پټنځایونه د پاکستان نه روباسی اود افغانستان د اسلامی جمهوریت د نماینده مذاکراتی ټیم سره د دوامداره صلحی د پاره صادقانه مذاکرات شروع کړی . اورکم هیڅ معنی نلری باید اوربند وکړی

  2. د طالبانو په ادعا د « کابل ادارې » 40 زره طالب بندیان په محابسو کې ساتلي دي . دوی که ریالست او حقبین وای او په حقایقو یې سترګې نه پټولای ، خپل ځانونه او ملت یې پېژندلای وای ، داسې بېځایه ادعا به یې نه کوله .
    د افغانستان اسلامي جمهوریت د خپل منتخب ولسمشر تر مشري لاندې د ملګرو ملتونو د سازمان غړی دی چې په سلګونه سفارتونه ، سیاسي نمایندګۍ ، جنرال قونسلګري د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لري . د ملګرو ملتونو په سازمان کې لومړنی بیرغ د ګران افغانستان درې رنګه ملی بیرغ هسک او رپانده دی .
    د لسګونو هېوادونو ، ملګرو ملتونو اوناتو ، سارک ، د اسلامي سازمان هېوادونو ، اقتصادی همکاریو سازمان او نورې سیاسي او قونسلي ادارې په افغانستان کې رسما فعالیت کوي.
    د مسلحو او امنیتي قواوو شمېر یې شاوخوا پنځه لکو نفرو نه اوړي. سلګونه زره دولتي او خصوصي مامورین او د ښوونځیو استادان په خپلو دندو بوخت دی.
    ښوونځي ، پوهنتونونه ، دولتي ادارې ، خصوصي شرکتونه او علمي – تحصیلي ادارې په کابل او هر ولایت کې فعاله دي. مګر په زړونو او سترګو ړانده او له عقل نه خلاص او په غوږونو کاڼه طالبان دا هرڅه نه ویني او خپل ځان ورته تر ټولو لوړ ښکاري.
    ستاسو په پنځه کلنه واکمنۍ کې له پاکستان ، اماراتو او سعودي عربستان نه سوا کوم هېواد په رسمیت پېژندلي وي ؟ څومره اداري او خدماتي پرسونل مو درلودل او څو ښوونځي او پوهنتونونه په ټول افغانستان کې فعاله ول ؟

  3. If the Taliban really cared about their people in the prisons they would set with the Afghan government for talk. The Taliban leaders are not following Quran and Mohammad’s (PBH) teachings and they are killing innocent Muslims.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *