پاکستان د ترهګرۍ پروژې پر سر له امریکا سره له ژورو اختلافونو وروسته اوس د سیمې هېوادونو دوره پیل کړې، هڅه کوي خپلو ستونزو ته سیمه ییزه حل لاره ومومي او افغانستان پدې حل لاره کې کلیدي رول لوبولای شي.

له نواز شریف سره ډېرې داسې خبرې وې، چې له افغان ولسمشر سره یې د شریکولو کوښښ کاوه، خو  له امریکا څخه د دغو رازونو د خوندیتوب په اړه یې خطر محسوساوه.

پاکستان هڅه کوي د ‌‌طالبانو پروژه داسې مدیریت کړي، چې د امریکا د مستقیمې رابطې امکان ورسره کم کړي؛ اما ښایي په دې چاره کې پاکستان ناوخته کړې ده.

د پاکستان او امریکا رابطه چې د طالباني پروژې په تخليق جوړه شوې، په همدې انګېزه ویجاړېدونکې هم ده. امريكا اوس د طالبانو اول لاس مشرانو ته لاره موندلې او تقریباً پاكستان د خپل لابي اهمیت په بایللو کې دی.

د تېر اکتوبر په شلمه  نوازشرف  واشنگټن ته خواست وكړ، چې له طالبانو سره د دوی د مذاکراتو د حساستوب له كبله دې د طالب مشرانو وژل او ډرون بریدونه بند کړي، خو لا شريف په لندن كې و، چې حکیم الله مسيد و وژل شو.

تردې وروسته د پاکستاني طالبانو د مشر په توګه د ملا فضل الله ټاكنه د پاكستان لپاره حتی د خپل تاريخ بد خبر و.

ملا فضل الله چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د باګرام له زندانه له امریکا سره د طالبانو د یوې لویې کتلې رابطه جوړه کړې اوس تر پاکستان زیات پخپل نامریي تمویلوونکو ډېر متکي دی. دده جنګیالي نه له پاکستان سره خبرو ته علاقه لري او نه د پاکستان په خوښه طالباني پروګرام ته منسوب دي. د فضل الله پلویان اوس په کراچۍ، کوټه، اسلام آباد او لاهور غوندې سیمو کې د غلچکي بریدونو او هدفي وژنو تاکتیک غوره کړی دی.

د پاکستان سیاسی شنونکي وايي، پاکستان منلې چې له طالبانو سره یې رابطه کمزورې شوې او د دوی زياتره نږدې طالب مشران چې له استخباراتو سره یې په ګډه کار کاوه له امریکا سره نږدې شوي دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي، كه پاكستان طالبان له لاسه وركوي دوه جدي ماموريتونه يې د جبران لپاره ضرور دي.

اټكل دی چې ترهگري او ورپسې د تصفيې بهير یې منځنۍ اسيا او پاكستان ته په غځېدو دى؛ لومری خو به پاكستان د خپل ملك د ژغورنې لپاره د طالبانو د ملاتړ پر ځای د طالبانو پر ضد جدي گامونه اخلي او دويم دا چې كه ترهگري منځنۍ اسيا ته درومي پاكستان بايد د خپل دې چټل صنعت ځواب ووايي، چې د خپلو منافعو لپاره يې څه كم دوه لسيزې و كاراوه.

پر همدې بنياد د ترهگرۍ له بحرانه د وتلو لومړنۍ او يوازينۍ لاره داده، چې له افغانستان سره د طالبانو پرضد مبارزه كې همغږي او همكاري زياته شي او د خطر كمونې نسبي هڅه شوې وي.

د لومړي وزیر په توګه د نوازشريف له ټاکل کېدو وروسته هغه ته د پاكستاني پوځ مزاجه سياست ددې څپركي د لومړني واكدار په سترگه كتل كېږي، خو لا څرگنده نده، چې د پاکستان او افغانستان دا ډول مشتركې هڅې به څومره د امريكا له سترگو الونيا او له تكلارو سره يې عيارې وي؟ ځكه ښايي امريكا د پاكستان په همكارۍ حساب بس كړی دی.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح وایي، د ترهګرۍ جګړه چې په افغانستان راچورلېده، سیمه ییزه بڼه خپلوي او که پاکستان په اخلاص اقدام ونه کړي نه یوازې، چې په جنګیالیو حاکمیت به له لاسه ورکړی، ورسره به د جنګ په محور بدل شي.

بل خوا افغان شنونکي وايي، نوازشریف سره د سولې په تړاو لېوالتیا وه، خو کوټلې خبرې یې ونکړای شوې، ښایي نوموړی د هغو رازونو د ساتنې له اړخه ډاډه ندي، چې باید د امریکا له سترګو الونیا وي.

په ارګ کې د نوازشریف او ولسمشر کرزي د خبرو اجنډا په عمومي او معمولي ټینګارونو ولاړه وه، سره له دې چې د طالبانو د پخلاینې په تړاو د پاکستان تلوسه په زیاتېدو ښکاري، خو کابل په دغو تکراري ماتو ژمنو باور نه کوي. پاکستاني رسنۍ وايي، د اعتماد بحران د سفرونو اهمیت زیانمن کړی او ځکه خو د نوازشریف او کرزي ترمنځ مذاکراتو کې د کنړ د اوبو بند او پېښور ننګرهار ترمنځ لویې لارې جوړېدل مهم او د بحث وړ ټکي وو.

One thought on “محور ورځپاڼه: نواز شریف په کابل کې؛ په زوږ کې بې مضمونه سفر”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *