تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶مه: پاکستان د کورونا له ډاره له افغانستان سره د تګ – راتګ او سوداګرۍ لویه لار د تورخم فرضي دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

پاکستان تر دې مخکې ویلي وو، چې د مارچ میاشتې له ۱۶ مې نېټې څخه به  د تورخم لار وتړي، چې له ژمنې سره سم یې نن دغه لویه لار د تګ راتګ او همداراز د سوداګرۍ راکړې- ورکړې په مخ تړلې ده.

تر دې مخکې تورخم لار به د افغانستان او پاکستان ترمنځ  د سیاسي ناندریو له وجې کله نا کله تړل کېده، خو اوس یې لامل داوړو هېوادونو کې د کرونا ویروس خپرېدا ده.

تر دې وړاندې کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د ویزو په ورکولو هم بندیز لګوی دی، او د کرونا ویروس له وجې دغه بهیر ځنډول شوی دی.

دا مهال افغانستان او پاکستان کې د کورونا ویروس یو شمېر پېښې ثبت شوي، چې له همدې امله د یاد ویروس د لاډېر خپرېدو د مخنیوي په پار یې د تورخم فرضي لار تړلې ده.

کورونا ویروس چې ټوله نړۍ کې ډېر په چتکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، یو شمېر ډېرو هېوادونو یو له بل سره خپلې پولې تړلي دي.

امریکا د کورونا ویروس له وېرې ټولې اروپا سره په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *