تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶مه: د ولسمشر په فرمان د وحید عمر په مشرۍ د کورونا د مخنیوي اړوند د عامه اړیکو کمېټې خپله لومړۍ ناسته وکړه او په هیواد کې یې ټول مناسبتي او غیر مناسبتي مراسم چې خلک په کې راټولېږي، منع اعلان کړل.
وحید عمر ویلي د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالي باید ټولو هوټلونو ته خبرداری ورکړي چې د ودونو مراسم به نه ترسره کوي او همدا پریکړه به په حمامونو او د لمبلو په حوضونو یا سوناګانو هم تطبیق کړي: (( د کورنیو چارو وزارت او ښاروالۍ باید په دې برخه کې قاطعانه عمل وکړي.))
وحید عمر زیاته کړه، د ثبت احوال نفوس، پاسپورټ ریاست او الکترونیکي تذکرو دفترونو کې د خلکو راټولیدنه هم یوه مهمه موضوع ده او دغو ادارو ته امر شوی دی چې په دې تړاو تګلاره جوړه کړي: (( زموږ هدایت دا دی چې د اسنادو د توزیع لپاره دې بدیلې لارې وسنجول شي او د خلکو د ر اټولېدو مخه دې ونیول شي.))
وحید عمر ټینګار کړی چې له کورونا سره مبارزه د حکومت لومړیتوب دی او د روغتیا وزارت باید نانوایانو، قصابیانو، سلمانیانو او ترکاري فروشانو ته وقایوي او صحي لارښوونې برابرې کړي.
د کورونا د مخنیوي په اړه د عامه اړیکو د کمېټې رئيس وحید عمر ټینګار کړی چې شهزاده سرای او د افغانستان بانک خپل ټول نوټونه هم ضد عفوني کړي، تر څو د نوټونو له لارې د کرونا مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا پېښې نن سهال ۲۱ ته ورسېدې.