تاند، دوشنبه، د حوت ۲۶مه: په بلخ کې د ابوعلي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي، په دغه ولایت کې يې د کورونا د درملنې یو سل بستریز مرکز پرانیست.

مسوولان وايي، دغه مرکز کې دوه سوه بستره پخواني وو او اوس به یې ظرفیت ۳۰۰ بسترونو ته ورسېږي خو لا یې د پراختیا په حال کې دي.

د علي سینا بلخي روغتون مشر غوث الدین انوري وايي، دغه مرکز پخوا ۲۰۰ بستریز نظامي ظرفیت درلود خو ۴۰ نوي بسترونه یې په کې د کورونا د ناروغانو او ۶۰ بستره یې د کورونا د مشکوکو ناروغانو لپاره لګولي دي.

په همدې حال کې د بلخ د والي مرستیال بشیر توحیدي رسنیو ته ویلي، د کورونا له کبله په دغه ولایت کې د ګل سرخ میله لغوه شوې ده.

نووړی وايي، په دې سربیره یې ټول هوټلونه، ښوونیز مرکزونه او هغه ځایونه چې له ۲۰ زیات کسان په کې راټولېږي، بند کړي دي.

په مزار شریف کې تر اوسه د کورونا یوه پېښه او په ټول هیواد کې ۲۱ پېښې شوې دي.
افغان حکومت د کورونا په اړه د جدي اقداماتو خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *