دغه څرګندونې په مرکز کابل کې په هغه لویه مطبوعاتي غونډه کې وشوې چې  دلویې پکتیا د ځوانانو جرګه ګۍ  په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه.

دغه غونډه د پکتیا ولایت په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د وروڼو قومونو (ځاځیو او منګلو» ترمنځ د ځمکې د ملکیت پرسر د شخړې د هوارې په موخه رابلل شوې وه، د بېلابېلو رسنیو د استازو ترڅنګ پکې په لسګونو ځوانانو ګډون کړی و.

دیادې جرګې غړي تاج محمدمنګل د جګړې په زیان خبرې وکړې، ویې ویل: تېرو دریو لسیزو خپلمنځي جګړو او بدمرغیو داښودلې، چې جګړه بې له ورانۍ،تباهۍ او بربادۍ نور څه ترشا نه لري.

نوموړي، پدغه جګړه کې د ژر نه مداخلې له امله په محلی او مرکزي دولت نیوکه وکړه، چې به ورته مهمو مسایلو  کې بې تفاوته باتې کیږی او به وخت جدی عبرګون نه ښیی.

د منګل په وینا: کله چې دهیواد به نورو سیمو  کې ورته قومي شخړې راپیدا کیږی، بیا دمرکزي دولت لوړ پوړي چارواکي په ډېره چټکۍ سره هلته مداخله کوي.

 نوموړي زیاته کړه، چې د میدان وردګ ولایت په بهسودو  ولسوالۍ کې څه موده وړاندې چې د کوچیانو  او هزارګانو ترمنځ ورته قومي شخړه راپیدا شوه، د ولسمشر دوهم مرستیال استاد کریم خلیلی سیمې ته لاړو او هلته یې خیمه ووهله او ګواښ یې وکړ، چې ترهغې به دغه سیمه ترک نکړې، څو چې ددوی هر اړخیزې غوښتنې ونه منل شي.

د منګل په خبره: د شخړې سیمه چې  د خیبرپښتونخوا کورم ایجنسي پاراچنار سره په ګډه کرښه پرته ده،  له ستراتیژیکي پلوه د پکتیا لپاره ډېر زیات اهمیت لري او  دافغانستان د ازادۍ دروازه بلل کیږی،  دکابینې هیڅ لوړ پوړی چارواکی هم د یادې شخړې دهوارې په موخه سفر ونکړ.

 د هیواد به اوسنیو حساسو شرایطو کې د مرکزي حکومت، ملي شورا غړو او دمحلي لوړ پوړو چارواکو  ډېره لږه بې تفاوتي،  په ورته قومي شخړو کې چې یوې خوا ۲۰۱۴ کال ته ډېرې لږې ورځې پاتې  او   دافغانستان دښمنان به کمین کې ناست دی او له بلې خوا راتلونکې ولایتي او ولسمشریزې ټاکنې رانژدې شوې، کولای شی، نه یوازې بکتیا بلکې دهیواد  به کچه یو لوی ناورین رامنځ ته کړې، چې بیا به یې دغه تاریخی مسولیت د اړونده مسولو چارواکو او دافغان ولسمشر پرغاړه وي.

دشخړې دبرسی او هواری لپاره سیمې ته تلوونکی لوړبوړی ملکی او نظامی پلاوې څخه غوښتنه کوو، چې ستونزه هر اړخیزه وڅیړي او دبې پرې منځګړیتوب له مخې یې پداسې ډول هواره کړې،چې ریښې پاتې نه شي او د دواړو لوریو سره شته درنې  وسلې  هم ترې راټولې شي.

په کابل کې دلویه پکتیا ځوانانو جرګه ګۍ چې د ځاځیو،منګلو،.احمدزیو،توتاخیلو،ځدراڼو،مسعودو، زرمتیو، نیازیو، وزیرو، څمکنیو او مقبلو ځوانانو ټولنو لخوا تشکیل شوې، د منګلو او ځاځیو وروڼو قومونو ترمینځ د پټان په سیمه کې د راپورته شوې ستونزې دهوارې لپاره په جوړه شوې غونډه کې  په لاندې ټکو باندې پرېکړه وشوه.

د غونډې پرېکړه لیک دجرګه ګۍ د ویاند په توګه دسیدالرحمن نیازی لخوا په لاندې ډول  ولوستل شو.

۱ـ په جګړه کې د ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کوو، چې دمشرانو لخوا د ډزبندیز شوې پرېکړې ته درناوی ولري.

۲ـ دلویه پکتیاځوانانو جرګه ګۍ دستونزو دحل پلاوې څخه غوښتنه غوښتنه کوي، چې دستونزې لپاره یوه تلپاتې لاره ومومي.

۳ـ دلویه پکتیاځوانانو جرګه ګۍ شوې اقدامات کافی نه بولی ، دسیمیزې او  مرکزې ادارې څخه د جدي توجو غوښتنه کوي.

۴ـ دلویې پکتیاځوانانو جرګه ګۍ  د ځاځیو او منګلو وروڼو قومونو ترمنځ د ورورۍ،یووالي او دمقابل درناوی ژوند غوښتونکی دي.

۵ـ دلویه پکتیا ځوانانو جرګه ګۍ به په لویه پکتیا کې دناسمو سیاستونو  دپلې کولو لپاره هیچاته اجازه ورنکړي.

۶ـ دلویه پکتیا ځوانانو جرګه کۍ د شخړې سیمې ته د زیاتو امنیتي ځواکونو د لیږلو  هیله کوي او ترهغې یې په سیمه کې د پاتې کیدو غوښتنه کوي، څو  ستونزه هواره شوې نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *