عبدالله (نائل)

آيا کله مو د تاکیدي عبارتونو نوم اورېدلی دي؟ 

د تاکیدي عبارتونو معنی څه ده؟

په ورځني ژوند کې موږ ټول د  خپلو رفتارونو(روشونو) د ښه والي په لټه کې یو ترڅو وشو کولای د بدو عادتونو پرځاي ښه عادتونه غوره کړو، هر یو له مونږ څخه مختلف باورونه او عقاید لري کوم چې د ماشومتوب له دورې څخه زموږ سره یو ځاي دي، پرته له دې چې په دې باندې وپوهیږو چې آيا دا باورونه او عقايد صحیح دي او کنه، ژوند مونږ سره مینه لري او غواړې چې همېشه آرام، خوشحاله، او مطمْن ذهن ولرو خو څه وخت به مونږ د ژوند په معنی پوه شو؟ هغه وخت چې مونږ له خپلو تاکیدي عبارتونو څخه ښه استفاده وکړو نو په دې اساس تاکیدي عبارتونه دي چې مونږ ته د خپلو باورنو او عقایدو په هکله معلومات راکوي، مونږ هره ورځ له دې عبارتونو څخه استفاده کوو پرته له دې چې له اغېز څخه يي خبر شو چې په ژوندانه يي تاثیر څرنګه دي. 

  تاکیدي عبارتونه هغه څه دي چې مونږ همېشه په هغې باندې فکر کوو په ژبه يي راوړو او حتی هغه خبرې اترې چې له خپل ځان سره يي لرو هم د تاکیدي عبارتونو یو ډول دي ډیری افراد داسې دي چې همېشه وايي زه مې له خپل ژوند څخه ناراضه یم ما هیڅ مثبت پېښه (کامیابي) په خپل ژوند کې ونه لیده چې زما په ژوند کې دې  پېښه شوې اوسي په دې اساس ده چې همدغه شخص تر اخر دې ژوند پورې همداسې راکد پاتې کیږي او هیڅ تغیر نه کوي ځکه له ده سره یو منفي فکر وجود لري حال دا چې ده ته په ژوند کې ډېرې داسې واقعې پېښې شوې اوسي کوم چې د ده د خوشحالۍ، کامیابۍ او آرامۍ سبب شوې وي نو په واقعیت کې هغه څه چې ده ته په ژوند کې پېښېږي ټول د تاکیدي عبارتونو اغېزه ده چي باخبره یا بې خبره ورڅخه استفاده کوي هر وخت عصباني کیږي او د خپل ژوند څخه ناراضایتي ښيي او همېشه تاکید په دې کوي چې په ژوند کې زیات عصبانیت غواړي ځکه دی له منفي مفکورو څخه استفاده کوي که چيرته مونږ دا احساس وکړو چې ژوند هغه څه چې مونږ يي لیاقت لرو مونږ ته نه راکوي نو هیڅکله به هم ورته ونه رسیږو. تر څو چې فکر، خبرو او رفتارونو ته تغیر ورنه کړو هېڅ څه به صحیح نشي. ممکن یو شخص ووايي زما ژوند د بهتروالی طرف ته روان دي؟ نو څه به پېښ شي نومړی شخص  به نور هم خپل د ژوند بهبودي یا ښه والي ته کوښښ وکړي او په دې اساس به دی په خپل ژوند کې یو لوي تغیر وویني نو بنأ تاکیدي عبارتونه دي چې په ژوند کې یو لوي تحول او تغیر رامنځته کوي په لومړنی قدم کې لازمه زمونږ لپاره داده چې د تاکیدي عبارتونو په مرسته خپل باورونه وپېژنو یعنی هغه باورونه چې مونږ له پخوا درلودل او منفي وو او زمونږ فکر يي هم منفي کړي وو هغه لرې او هغه باورونه اختیار کړو کوم چې مونږ ته مثبت فکري رابښي او په ژوندانه کې مو د کامیابي لوړ پوړ ته خېژوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *