تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ټاکنو او د تحلیف له دوه ګونو مراسمو څخه راپورته شوی بحران د افغانستان امنیت ته ضربه رسوي.
خلیلزاد نن پنجشنبه په خپل ټویټر لیکلي، د دې وخت رارسېدلی چې افغانان په خپلو کې جوړجاړی وکړي او د خپلو اختلافاتو له شاته غورځولو سره د دوه ګونو تحلیف مراسمو څخه راپورته شوی جنجال حل کړي، ځکه د ده په وینا د دغه بحران دوام د افغانستان امنیت زیانمنوي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د کورونا ویروس افغانستان ته خونړی ګواښ دی او اوس اړتیا ده چې افغان مشران د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي: (( کورونا ویروس د مرګ او ژوند ګواښ رامنځته کړی دی.))
دا په داسې حال کې ده چې خلیلزاد تېره شپه په ټویټونو کې د طالبان بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
همدا راز د عبدالله عبدالله د ټیم یو غړي فضل احمد معنوي ویلي وو چې خلیلزاد کابل ته راروان دی او له اشرف غني سره به د عبدالله د لانجې د حل هڅه وکړي.