تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وايي، د افغانستان سیاسي بحران باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
د میرمن ویلز دفتر نن په یو ټویټ کې ویلي، افغان رهبران باید ملي یووالي ته لومړیتوب ورکړي او دا یووالی وساتي.
نوموړې عبدالله عبدالله ته په اشاره ویلي، موازي حکومتونه نتیجه نه ورکوي او باید چې سیاسي بن بست پای ته ورسېږي.
میرمن ویلز دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې زلمی خلیلزاد ویل کېږي چې کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره د عبدالله جوړجاړي هڅه کوي.
خلیلزاد پخپله هم افغان رهبران د کورونا د تهدید په رارسېدو له بحرانه وتلو او د خلکو د ګټو خوندي کولو ته هڅولي دي.