تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: لغمان کې د داعش ډلې د یوه قومندان په ګډون ۳۰ داعش وسله وال نن حکومت ته تسلیم شول او خپلې وسلې یې هم ملي امنیت ته وسپارلې.
د لغمان والي محمد اصف ننګ وایي، چې دغه دېرش داعشیان اصلآ د لغمان وو خو کونړ کې یې فعالیت کاوه او ملي امنیت ادارې ته تسلیم شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، دوی درک کړه چې روانه جګړه یوازې د افغان وژنې ده نو راغلل او وسلې یې پر ځمکه کېښودلې.
هغه زیاته کړه چې په تسلیم شویو کې د داعش ډلې والي فیروز هم شامل دی.
د لغمان ملي امنیت رییس برید جنرال غلام حیدر رحمانزوی وویل چې دغو وسله والو خپلې سپکې او درنې وسلې هم حکومت ته وسپارلې او عادي ژوند ته به دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړه چې یادو وسله والو باندې سیمه راتنګه شوې ده او نور یې د جګړې قوت له لاسه ورکړی و.
هغه وايي چې د دې ډلې په تسلیمېدو سره کونړ او لغمان کې امنیت نور هم ښه کېدای شي.