تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: طالبانو په ایران کې د کورونا ويروس د خپرېدو له امله تهران ته خپله خواخوږي ښودلې او له ایراني چارواکو یئ غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره بايد دوه ګونی چلند ونه کړي.
د طالبانو د ویاند له ادرسه تاندته په استولې خبرپاڼه راغلي، دوی په ایران کې د کورونا ناروغۍ د خپرېدو له امله د دغه هېواد له مشرتابه سره خپله خواخوږي شريکوي، خو زياته کړې يې ده، چې د اسلامي اخوت او ايثار له مخې بايد په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند ونه شي.
طالبانو ویلي افعانان باید په زوره له ایرانه ونه شړل شي او د روغتيا په برخه کې ورته سمه پاملرنه وشي.
اعلاميه زياتوي، د کورونا خپرېدو پر مهال له افغان کډوالو سره د چلند په اړه د ځينو راپورونو په اړه له ایراني چارواکو سره خپلې اندېښنې شريکوي.
طالبانو له افغان کډوالو هم غوښتي، چې د ایران نافذه قوانينو ته درناوی وکړي او د کورونا د مخنيوي لپاره ټولو لارښونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې ده چې طالبان د ایران له قوي ملاتړ څخه برخمنه وسله واله ډله بلل کیږي، د طالبانو دغه خواخوږی هیواد هره ورځ د رسمي شمیرو پر اساس ۱۰ زره افغانان اخراجوي.
کورونا ویروس له همدغه هیواده افغانستان ته رسیدلی دی.