تاند، پنجشنبه، د حوت ۲۹مه: هېواد کې د کورونا ویروس له ویرې سره هم مهاله د ریل پټلۍ اداره وايي، تېره دوو ورځو کې زرګونه ټنه خوراکي توکي د ریل لارو په مرسته هېواد ته وارد شوي دي.

دغه اداره وايي، تېرو دوو ورځو کې د آقینه، حیرتان او تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ له لارو هېواد ته دوه سوه ۴۴ واګونه توکي وارد شوي، چې ۱۰۶ واګونه یې خوراکي توکي دي.

د ریل ادارې د معلوماتو پر بنسټ تېرو دوو ورځو کې په ټوله کې شپږ زره او ۷ سوه او ۸۴ ټُنه خوراکي توکي چې اوړه، غنم، غوړي پکې شامل دي د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه ته افغانستان ته وارد شوي دي.

افغانستان چې یو مصرفي هېواد بلل کېږي، داسې حالاتو کې یې په کورني بازار کې د توکو د کموالي له وېرې بې ثباتي رامنځته کېږي، خو ترانسپورت وزارت ویلي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ورته ډاډ ورکړی چې خوراکي توکي به عادي ډول افغانستان ته واردېږي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د کورونا ویروس له امله په کور دننه بازارونو کې د خوراکي توکو د کمښت مخنیوي وکړي، تر څو خلک له دې اړخه له ستونزو سره مخ نشي.

افغانستان کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره سم، هېواد کې د خوراکي توکو بیو کې لوړوالی راغی چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.

ولسمشر غني خلکو ته ډاډ ورکړی چې بازارونو کې د خوراکي توکو له کمښت څخه به مخنیوی وکړي.

بل لورته کورنیو چارو وزارت هم بازارونو کې د خوراکي توکو له احتکار کوونکو سره قانوني چلند پیل کړی، چې دې چارې بازارونو کې د بې ثباتۍ مخنیوی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *