د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ

تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن (پنجشنبه) له افغان مشرانو وغوښتل چې خپل اختلافات حل کړي او د سولې لپاره کا روکړي.

ستولنبرګ په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل«موږ پهر هغه سیاسي کړکېچ بې له شکه اندېښمن یوو چې اوس په افغانستان کې شته. زه څو اوونۍ پخوا چې کله موافقه لاسلیک شوه په کابل کې وم او موږ د طالبانو او امریکا ترمنځ موافقه اعلان کړه او البته د دې لپاره چې یقیني کړو چې دا موافقه عملي کېږي، موږ د افغانستان متحد حکومت ته اړتیا لرو چې د سیاسي خبرواترو په پروسه کې شامل وي.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون نیویارک ټایمز د اروپايي دیپلوماتانو په قول راپور ورکړ چې د افغان حکومت په منځ کې د اخنلافاتو، کورونا وایرسو او د طالبانو د حملو د تشدید له کبله ښايي له دې هیواده له مهالوېش سره سم د پوځیانو په وتلو کې خنډ پېښ شي.

ستولتنبرګ وویل«موږ په افغانستان کې پر ټولو سیاسي قوتونو ږغ کوو چې حللار ومومي، یوه هراړخیزه حللار او دا یقیني کړو چې موږ او دوی له طالبانو سره موافقه عملي کولی شو.»

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ناټو له افغانستانه وځي، وویل«د وتلو خبره نه ده بلکې د ځواکونو د شمېر د کمولو مسله ده او له پلان سره سم به په ۳ میاشتو کې د ځواکونو شمېر له ۱۶ زرو څخه ۱۲ زرو ته راکم شي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *