فضل حق مراد  

ځينې ناسم او غولوونکي اندونه چې زموږ د ناپوهۍ محصول دی، نسبت يې دین ته کوو، د ځان ترڅنګ ټولنه د هلاکت په لور له ګړنګونو غورځوو، اوس مهال چې دکرونا وژونکې ناروغي د ټولې نړۍ لپاره د خطر زنګ دی؛ یو شمیر ملاصاحبان عامه ولسونو ته داسې فهموي چې موږ مسلمانان یو، روغتیایي لارښونو ته په خورا سپکاوي او بې اعتنایۍ سره وایي، چې پرموږ دا ناروغی نه راځي، هغه څوک چې د روغتیاپالانو سپارښتنې عملي، کوي هغه د کمزوري عقیدې څښتنان بولي، وایي چې دوي په تقدیر ایمان نه لري، دا موضوع مو د قران او حدیثو په رڼا کې څیړلې، ترڅو د دا راز غولوونکو باورونو له امله د ناورین په باغي څپو کې لاهو نه شو.

کرونا ویروس چې د نړۍ په کچه یوه ستره ننګونه ده؛ تر دې دمه يې ګټور درمل ندي تثبیت شوي، ټول تمرکز او ټینګار په وقایه او د مصاب کیدو وړاندې په احتیاطي تدابیرو دى، په تدابیرو کې ټینګار په فردي حفظ الصحې دى، د خپریدو د مخنیوي لپاره يې غوره لار یو له بل جلا والی او د وګړو ترمنځ د مستقیم تماس کموالی غوره او ګټورې لارې په ګوته شوي. یادې سپارښتنې د بشریت لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په ګوته کړي چې په عملي کیدو سره يې مسلمانان ځانونه او ټولنه له ناورینه ژغورلی شي.

 دپېغمبر عليه السلام کړه وړه د مسلمانانو لپاره الګو ده او مسلمانان یې په پیروۍ مکلف دي. الله تعالی پدې اړه فرمایي: په تحقیق سره رسول الله ستاسو لپاره قدوه حسنه ده. دبشریت هغه لارښود چې ژوند يې خپلو پیروانو ته نمونه ده، هغه د جذام په مرض ککړ انسان ته لاس ورنکړ: ((په وفد ثقیف کې یوکس دجذام په مرض مبتلا وو؛ نبی عليه السلام سلام احوال ورکړ، وګرځه موږ درسره بیعت وکړ)).(دغه حدیث مسلم روایت کړی). همدا راز په یو بل حدیث شریف کې چې ابي هریره روایت کړی وایي: ((ځانونه وساتئ د جذام ناروغانو څخه لکه ځانونه چې له زمري څخه ساتئ.)) په یو بل حدیث کې چې اسامه ابن زید يې راوي دی فرمایي: ((کله مو چې واوریدل چې فلانۍ ځمکه کې طاعون دي مه ورداخلیږئ، او که چیرته هلته یاست مه وځئ ترینه په تیخته سره)). (الحدیث: متفق علیه).  داد بشریت د لارښود هغه سپارښتنې او وقایوي تدابیر وو چې د ساري ناروغیو د مخنیوی په اړه يې په ګوته کړي دي او د ساري ناروغیو د بغاوت دمخنیوي په تړاو ځان او د ټولنی ژغورونکي احتیاطي تدابیر وو. همدا راز د اسلام د دویم خلفه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه چې د مهاجرینو او انصارو د سترې ډلې سره د شام په لور روان وو، په شام کې د خپرې شوې اوبا څخه خبر شو؛ خپل سفريې وځنډاوه، بیرته راستون شو، حضرت عمر رضي الله عنه ددې سفر د ځنډیدو له امله د نیوکو لاندې راغی؛ ورته وویل شول چې په تقدیر باور نه لرې، چې بیا دعبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه له خوا ورت د نبی عليه اسلام د کړنې په ترسره کولو قناعت ورکړل شو.؛

 ساري ناروغئ د وخت سره توپیر کوي، چې د یادو شوو دلایلو په وړاندې کولو سره کولی شو، ووايو چې دپیغمبر عليه السلام او د هغې د ملګرو د ایمان کچه ډیره لوړه وه، هغوی د امت د لارښوونې په پار مناسبې سپارښتنې کړي، دعا او مسنونه اذکارو لوستلو ترڅنګ ددې سپارښتنو پلي کول ضروري امر دی.

 موضوع مو دکورونا ویروس په اړه پیل کړی وه، دا ویرس هر انسان ته داخیلیدلی شي، الله تعالى دا نړۍ په وسایلو سمباله کړې او څوک چې د وسایلو د مراعت اهتمام نه کوي، په مادې نړۍ کې د شته ګواښونو په امان نشي پاتې کیدلی. دکومو ناسمو باورونو چې مو په پیل کې یادونه کړې پرته لدې چې ځان په نامشروع توګه ډاډه کړو، چې داراز غوولونکى ډاډ د دې او دېته ورته ویروسي ساري ناروغیو پرمختګ څخه بله ګټه نه شي لرلی؛ نو اړینه ده چې د عامې روغتیا وزارت د لارښونو پلې کول اړین ضروری امر وګڼو، په پلي کولو سره یې خپل ځانونه او هیواد له هلاکته وژغورو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *