تاند (پنجشنبه، د حوت ۲۹مه) ګڼو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړی چې امریکايي قوماندانانو افغانستان ته د تازه دمو ځواکونو لېږل او له دې هیواده د پوځیانو ایستل درولي دي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان نن (پنجشنبه) وویل، امریکا خپل ۱۵۰۰ پوځیان او ملکیان، چې په وروستیو کې افغانستان ته رارسېدلي، د کورونا وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره قطرنطین کړي دي.

د نورو پوځیانو، چې د ماموریت دوره یې پوره شوې او باید نور له افغانستانه ووځي، په افغانستان کې د پاتې کېدو موده ممکن وغځول شي.

دا اعلان په داسې وخت کې وشو چې له طالبانو سره د امریکا د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس اواشنګټن باید په پاتې شاوخوا ۳ میاشتو کې له افغانستانه ۴۶۰۰ سرتېري وباسي.

د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر په یوه ټویټ کې ویلي، پوځ د تازه راغلیو ځواکونو د معاینې او څارنې لپاره نوې طریقه پیل کړې ده.

نژدې ۱۵۰۰ امریکايي پوځیان او ملکي قراردادیان چې په وروستیو اوونیو کې له بېلابېلو هیوادونو افغانستان ته تللي، تر څارنې لاندې دي.

میلر وویل، افغانستان ته تازه رسېدلي ځواکونه او ملکیان به تر هغو قرنطین وي چې د احتیاط لپاره ټاکل شوې موده بشپړه شي. ده په عین حال کې وویل چې دا کار د دې لپاره نه کېږي چې ګنې هغوی ناروغ دي بلکې دا یو احتیاطي عمل دی.

میلر دا هم وویل چې د امریکا او ناټو پوځیان په اډو کې له هغو ځواکونو لېرې ساتل کېږي چې وضعیت یې ښه نه وي یا د ناروغۍ شک پرې وي.

پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اروپايي دیپلوماتانو په قول ویلي و چې ښايي له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو پلان له طالبانو سره د سولې د موافقې پر اساس عملي نه شي.

په افغانستان کې سیاسي اختلافات، د کورونا وایرسو خپرېدا او د طالبانو له لوري د تشدد زیاتېدا هغه عوامل په ګوته شوي چې ممکن د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر ورو یا تم کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *