تاند- د بلوچستان حکومت وايي، د خپل ایالت په تعلیمي نصاب کې به د نواب اکبرخان بوګټي په شمول د بلوچو او پښتنو مشرانو کارنامې شاملې کړي.

د بلوچستان اعلي وزیر ډاکتر عبدالمالک نن وویل، په اصولو کې په دې سلا شوې چې د بلوچستان ایالت په ښوونځیو کې ماشومانو ته د بلوچو او پښتنو شخصیتونو په اړه معلومات وړاندې شي.

ده همداراز وویل:«د نواب اکبرخام بوګټي، غوث بخش بزنجو، شهید عبدالصمد خان اڅکزي، میر یوسف عزیز مګسي او نورو مشرانو د ژوند او سیاسي هلوځلو په اړه به په تعلیمي نصاب کې معلومات شامل کړای شي.»

نواب اکبر بوګټي د جنرال مشرف د واکمنۍ په مهال ووژل شو. نوموړي د بلوچستان د خلکو د حقونو لپاره ډېرې مبارزې وکړې. خو د پاکستان پوځ او استخبارات یې له هیواد سره په خیانت تورنوي.

د بلوچستان اعلي وزیر وویل:«موږ خپل ځوان نسل نه شو تېر ایستلی. غواړو چې ماشومان مو خپل هغه مشران وپېژني چې د دوی لپاره یې سرونه قربان کړي دي.»

خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی، چې د جنوبي پښتونخوا ستر مبارز شخصیت بلل کېږي، او د پښتنو د حقونو او یووالي لپاره یې اوږدې مبارزې کړي دي، د ذوالفقار علي بوټو د واکمنۍ په مهال په بمي چاودنه ووژل شو.

ډاکترعبدالمالک وايي د ښوونځیو په کتابونو کې د سیمې د لویو شخصیتونو او مشرانو د تاریخ شاملول په بلوچستان ایالت کې د بلوچو او پښتنو یوه جدي غوښتنه ده.

بلوچستان له دې سره سره چې د منابعو له درکه د پاکستان شتمن ایالت ګڼل کېږي خو خلک یې د پاکستان تر ټولو محروم او بېوزله دي.

په داسي حال کې چې د بلوچستان ایالتي حکومت د خپل ایالت د شخصیتونو په اړه په درسي کتابونه کې مطالب شاملوي، د خیبرپښتونخوا ایالتي حکومت پرېکړه کړې چې له تعلیمي نصابه د دې صوبې د شخصیتونو نومونه او کارنامې وباسي.

2 thoughts on “د بلوچستان حکومت په تعلیمي نصاب کې بلوچ او پښتانه شخصیتونه معرفي کوي”
  1. د لرې پښتونخوا خو ټول مشران د پنجاب تالي څټي دي، نو هغه خو به دا کار حتماً کوي او ان دا چې دوی له خپل تاریخ او خپل پلار نه هم نه دي خبر او یوازې د پنجاب په غواړه مالۍ ویاړي، تو لعنت د وي په داسې پښتنو (افغانان). ی

  2. سلامونه
    د اښه خبردی خو!
    د نومیالو په ځای باید پښتو ژبی ته ځای ورکړل شی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *