کووېډ ۱۹ یوه نوې ساري ناروغي ده چې په دې ناروغۍ کې کورونا وايرس د بنیادم سږيو او تنفسي سېسټم ته ننوځي او د تبې، ټوخي، د مرۍ او بدن د دردونو او سا اخيستلو کې د تکليف سبب کيږي.
کووېډ ۱۹ یا کورونا ناروغۍ په ګرده نړۍ کې د خلکو ژوند اغېزمن کړی دی او د روغتیا نړیوال سازمان دا یوه نړیواله وبا یا پېنډېمېک نومولې ده. لکه څنګه چې دا یوه نوې ناروغي ده، د وایرس په اړه څېړنې یې په لومړنیو پړاوونو کې دي او څېړونکي لا په بشپړ ډول نه پوهيږي چې دغه وايرس ولې او څه ډول له یوه نه بل ته په دومره چټکۍ درومي.
خو اټکل کيږي چې دغه وایرس دې له ژویو بنیادم ته راغلی وی چې اوس له یوه انسانه بل ته خوريږي. پر دغه وایرس د اخته کس ټوخېدل یا پرنجېدل نږدې کس ته وایرس لېږدولای شي. وایرس په هوا کې نه پاتې کېږي خو پر بېلابېلو څېزونو له ساعتونو نيولې ان تر دوو دریو ورځو پورې پاتې کېدای شي. پر کوم ځای چې وایرس پروت وي او پرهغه ځای لاس ولګيږي او بیا هغه لاس یا ګوتې خولې، پوزې یا سترګو ته وروړل شي نو وایرس مو بدن ته ننوتلای شي. ځکه خو په سمه توګه د لاسو په مينځلو ډېر تاکيد شوی دی.
د ماسک تر تړلو په صابون سره د لاسو مينځل ډېر مهم دي. لکه مخکې چې یادونه وشوه وایرس په هوا کې نه الوزي بلکې د اجسامو سره نښلي او یا هم د پرنجي یا ټوخي پر مهال د وړو زراتو یا ډراپلېټس په شکل بل کس ته لېږدي. نو په دې حساب له شکمن کس یا ناروغ نه مناسبه فاصله ډېره ضروري ده.
یوازې اېن ۹۵ ماسک یا رېسپایرېټرچې هغه هم د مخ له جوړښت، قالب یا اناټومۍ سره برابر او د اړوند کس له خوا ټېسټ شوی وي پر دې وایرس د اخته ناروغ د درملنې او پالنې پر مهال د وایرس د لېږد مخنيوی کولای شي.
د ټولنې هر غړی کولای شي تر خپله وسه د دې وبا په کنټرول او مخنيوي کې خپل رول ولوبوي. کور یا دفتر ته له ننوتو سره سم او همدا رنګه له شکمنو توکیو سره له تماس وروسته په صابون او اوبو لږ تر لږه شل ثانیې د لاسو مينځل پر دې ناروغۍ د اخته کېدو خطر کموي. په کار ده چې د ټوخي یا پرنجي پرمهال د لاس پر ځای څنګله خولې او پوزې ته ونيول شي او یا هم په ټيشو پېپر کې له ټوخېدو، پرنجېدو یا پوزې پاکولو وروسته ښايي هغه په ډسټ بېن (کثافت دانۍ) یا بل مناسب ځای کې واچول شي، نه دا چې په خپلو ګړنګو ککړ دسمال کاغذي دې څوک بل چا ته په لاس کې ورکړي!
که څوک پر ځان شکمن وي چې د کورونا وایرس نيولی وي، یا پر دغه ناروغۍ د اخته کس سره په تماس کې پاې شوی وي او یا هم له هغه سيمې راغلی وي چېرته چې دا وبا خوره شوې ده نو ځان دې پخپله د دوو اونیو لپاره ګوښه یا قرنطين کا. هغه ته د روغتیايي معایناتو یا ټسټونو اړتیا نشته.
دوی باید روغتون، کلینيک یا درملتون ته له تلو کلکه ډډه وکړي، بلکې له هر چا سره له تماس نه دې ځان وساتي چې په دې توګه به یې د دې وبا په کنټرول او قابو کولو کې خپل رول لوبولی وي. البته که چېرته دا آسانتیا وي، کولای شي چې په ټيليفون له اړونده روغتیاپالو مشوره وغواړي. روغتون ته یوازې هغه مهال تګ په کار دی چې ناروغ په سا اخيستو کې له کړاو سره مخامخ شي او آکسيجن، اېن آي وي یا نان انوېسېو وينټيلېشن او یا هم انټيوبېشن ته یې اړتیا ليدل کيږي.
د کرونا وایرس ځانګړی درمل نشته، کله چې د انسان د بدن دفاعي سېسټم د دې وایرس پر ضد مقاومت کوي نو یوازي سپورټېو علاج یا مرسته یې شونی ده لکه د تبې او دردونو لپاره پراسيټامول خوړل او د بدن د اړتیا وړ اوبو لپاره د مایعاتو یا اوبو څښل. که په کاله کې ورسره پر اوږدمهاله ناروغيو اخته کسان، اميدوارې مېرمنې او یا هم سپين ږيري او سپين سرې اوسيږي، هڅه دې وشي چې له هغوی نه ځان ليرې وساتي.
د خلکو پوهاوی د دې وبا په کنټرول کې ډېر مهم دی. خلکو ته ښايي د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له تلو ډډه وکړي. غونډې، د ودونو مجلسونه، او مېلمستیاوې دې وځنډول شي. که امکان لري په بسونو کې له سفره دې هم ډډه وشي.
اروپا ته د دې وبا په خورېدو سره په تېره او روانه میاشت کې د بريتانیا د روغتونونو عاجلې یا ايمرجنسي څانګې ته د خپلو او نورو خلکو د خونديتابه په پار د خلکو تلل ډېرکم شوي دي او یوازې هغه ناروغان روغتون ته راځي چې روغتیایي مرستې ته سخته اړتیا لري. د بريتانیا د روغتیا ملي ادارې یا اېن اېچ اېس اویا او له دې د لوړ عمر خلکو، امیدواره مېرمنو او ټولو هغو کسانو ته چې پر اوږدمهاله ناروغیو اخته دي او یا یې هم د بدن دفاعي قوت له ګواښ سره مخامخ دی سپارښتنه کړې چې تر دريو میاشتو ځانونه په کورونو کې بند او ګوښه کړي.
په خواله رسنیو کې بېلابېلې مشورې او ټوټکې لاس په لاس کيږي چې ګواګي اوږه، خاکشير، په تړمو اوبو کې د مالګې غرغړې او داسې نور د دې وایرس په مخنيوي کې رول لري چې هېڅ یو دا کوم ساینسي بنیاد نه لري او کله خو یې جانبي عوارض تاوان هم رامنځته کولای شي، لکه په چين کې چې یوې ښځې له کرونا نه د بچ کېدو په خاطر یونيم کيلو اوږه خوړلې وه چې د همدې لامله روغتون ته یوړل شوه.
د اروپا پر خواله او ټولنيزو رسنیو کې دا خبره هم توده ده چې په اېټالیا کې د کرونا له وجې د دومره ډېرو مرګونو یوه وجه د تبې او دردونو لپاره پر دغه وایرس د ککړو ناروغانو له خوا د آیبوپروفين خوړل وو. که څه هم دغه ډول تړاو لا ثابت شوی نه دی خو په دې ناروغۍ کې د تبې او دردونو لپاره اول چایس پراسيټامول بلل کيږي.
چې خبره راغونډه کړو، که د چا تبه وي او نوی دوامداره ټوخی ولري ښايي کرونا نيولی وي نو د چا خبره یو غوږ دې بړستن کا او بل لمڅی، یعنې دوې اوونۍ دې په کور کې پاتې شي. ډاکټر، روغتون، درملتون او ټسټونو ته يې ضرورت نشته خو چې بل څوک په ځانګړي ډول د کمزوري اېمیون سېسټم ناروغان ترې ونه نيسي.