د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

تاند(جمعه، د حمل۱) د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر پرون (پنجشنبه) د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه سره د دوو هیوادونو پر اوږدمهال امنیتي مشارکت ټېلفوني خبرې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جناتن هافمن وویل، ایسپر د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو د سولې له موافقې وروسته د افغانستان د پخلاینې په پروسه کې د پاکستان د ملاتړ ستاینه وکړه.

د هافمن په وینا د ټېلفوني خبرو په ترڅ کې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر د اوږد مهال دوه اړخیز امنیتي مشارکت په برخه کې د پاکستان له حکومت سره د پینتاګون د ژمنې پخلی وکړ.

امریکا او پاکستان وايي چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې موافقه د اسلام اباد له همکارۍ پرته ممکنه نه وه. دا موافقه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته لار هواروي او په مقابل کې یې طالبانو هم یو لړ ژمنې کړي لکه دا چې تروریستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر امریکا او د امریکا پر متحدانو بریدونه وکړي او همداراز به طالبان تشدد کموي.

خو یو شمېر امریکايي چارواکي خبرداری ورکوي چې موافقه مشروطه ده او که طالبان خپلې ژمنې عملي نه کړي امریکايي پوځیان به له افغانستانه ونه وځي.

په وروستیو ورځو کې طالبانو په نسبي ډول تشدد زیات کړی دی.

One thought on “د امریکا دفاع وزیر د پاکستان له لوی درستیز سره پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو خبرې وکړې”
  1. افغان ولس اوس هم نه پوهیږی چی امریکا او پاکستان ګډه د افغان وژنی لپاره ۱۰۰ کلنه پالیسی او پلان جوړ کړی ترڅو افغانان پخپله ووایی چی له ډیورنډ کرښی مو توبه خو پاکستانه په کراره مو پریږده چی ګمان نکوم چی افغانان لدی خبری تیر شی

    سوال دلته هر وخت له ولس سره پیدا کیږی چی امریکا پدی ۱۹ یا ۴۰ کلنه جنګی دوران کی نه پوهیده چی ټولی جنګی ډلی ټپلی د پاکستان پوځ له لوری تمویل او تجهیز کیږی

    کچیری پوهیده په افغانستان کی چی د جنازی او واده په مراسمو برید کاوو ولی یی په پاکستان کی د کوټی شورا او پیښور شورا ګانو باندی بمبار نه کولو

    کچیری دا وایی چی پاکستان موږ ته اجازه نه راکوله نو پوښتنه داده چی اسامه بن لادن او ملا منصور په وژلو کی چا اجازه درکړ

    کچیری امریکا پردی ټولو پوهیږی ولی د پاکستان په پوځ او استخباراتو باندی فشار او بندیز نه لګوی
    ځکه په سیمه او نړی کی پاکستان اوس په نا سور بدل شوی که مخه یی ډب نشی نو ګمان کوم ټوله نړی به اور واړوی

    خیر افغان ولس به یی غم وخوری هغه هم ډیر ژر چی کله واقعی او حقیقی سوله راغلله نو دا کار د افغانانو لپاره د یوی میاشتی کار ده ځکه د داود خان په دوران کی یی پنجاب ته ډیری منډی ورکړل شوی چی لا تر اوسه یی په یاد دی

    که هند ته یوه ورځ نړیواله اجازه ورکړی نو پاکستان په یوه هفته کی لاری ته راولی خو لدی معلومیږی چی دا ټول وژنه او ترهګری امریکا او برتانیی او پاکستان مشترکآ د خپلو دایمی ګټو لپاره شروع کړی

    پدی هم پوهیږی چی افغان ولس زموږ په شومو اهدافو پوه شوی نو اوس د تیښتی لاره ترینه ورکه ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *