– تاند – د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لومړی لوبه د مارچ په ۱۶ د کوربه بنګله دیش او افغانستان د کرکټ لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي. دا لوبه به د میرپور په ښار کې د شیربنګله په ملي سټیډیم کې وشي.
په الف ګروپ کې د افغانستان تر څنګ نیپال او هانګ کانګ هم شته. په بي ګروپ کې بیا عربي متحد امارات، هالنډ، ایرلنډ او زیمبابوې سره یوځای شوې دي.
په دغو دوو ګروپونو کې چې د هرې ډلې امتیازات ډیر شول هغه به سوپر لس ډلې ته غوره شي.
په الف ګروپ کې افغانستان ته تر بنګله دیش مخکې ځای ورکړل شوی دی او د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور له مخې افغان ډله د بنګله دیش لپاره یو ستر ګواښ بلل کیږي.
افغانستان ته لومړی لوبه ډیره مهمه ده. ځکه چې په خپل ګروپ کې تر نیپال او هانګ کانګ غښتلی دی خو بنګله دیش دوه ستر امتیازونه لري. یوامتیاز یې دا دی چې خاوره یې خپله ده او په سټیډیوم کې به تقریبا ټولیدونکي د بنګله دیش لپاره چک چکي کوي او نارې وهي. د بنګله دیش بل امتیاز د تجربې دی.
بنګله دیش په ۱۹۷۹ م کال کې لومړۍ رسمي لوبې پیل کړې او له تیرو نژدې څوارلس کلونو راپه دې خوا د ای سي سي بشپړ غړیتوب لري. هم په یوه ورځنۍ لوبو کې او هم په ټیسټ میچونو کې دغه هیواد د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی.
د بنګله دیش د دغو ټول امتیازونو سربیره افغان ډله دا امتیاز لري چې ټیم یې تر پخوا منسجم شوی، هم یې توپوهونکو او هم توپویشتونکو نوې تجربې ترلاسه کړې دي.
ترڅو چې د شل اورونو د نړیوال جام لوبې پیلیږي افغان لوبډله وخت ورته لري چې له نورو لوبډلو سره لوبې وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو دفتر هم ژمنه کړې ده چې تر نړیوال جام لوب پورې به افغان ډله یو لړ دوستانه مسابقې وکړي.