د نړۍ د خوشالۍ په راپو ر (The World Happiness Report ) کې فنلنډیان په نړۍ کې تر ټولو خوشال خلک او افغانانو تر ټولو لږ خوشال خلک بلل شوي دي.
د فنلنډ خلک د تېر کال په راپور کې هم په نړۍ کې تر ټولو خوشال بلل شوي وو خو تېر کال په لیست کې تر افغانانو د سوډان خلک لږ خوشاله ګڼل شوي وو.
د نړۍ د هیوادونو د خوښۍ د اندازې راپور، چې د ملګروملتو د تلپاتې پرمختیايي حللارو شبکه یې چمتو کوي، ښيي چې افغانستان په دې برخه کې تر تېر کال دوه درجې شاته شوی دی او اوس ۱۵۳ ځای لري چې د دې لیست وروستی هیواد دی.
دا راپور د سړي سر ناخلص کورنی تولید، ټولنیز ملاتړ، ژوند ته هیلې یا د عمر اوسط، ټولنیزو ازادیو، سخاوت او فساد پر اساس هیوادونو ته درجې یا رتبې ورکوي.
د نړۍ د خوشالۍ په راپور کې د لومړي ځل لپاره ښارونو ته هم رتبې ورکړل شوي دي.
په دې لیست کې د خوشالۍ له پلوه د فنلنډ د پلازمېنې هیلسنکي نوم لومړی او د افغانستان د پلازمېنې کابل نوم وروستی راغلی دی.
د نړۍ د خوشالۍ راپور ایډیتر جیفري ساکس (Jeffrey Sachs) وویل«د نړۍ د خوشالۍ راپور له پالیسي جوړوونکو سره مرسته کوي چې په دې پوی شي چې څه شی خلک خوشالوي او په دې توګه د خپلو خلکو د ښېګڼې لپاره ګامونه واخلي.»
دا د هیوادونو د خوشالۍ د کچې په اړه اتم راپور دی چې د ملګروملتو دا اداره یې خپروي.
اوسنی حالت چی له یوه طرفه د کرونا وایروس تشویش ده او له بلی طرف پاکستان او ایران د وژلو او ترور پایڅی را بډ وهلی او له بلی طرفه امریکا د پاکستان سره پټه معامله روانه کړی او دلته بلی داخلی جګړی لپاره تیاری نیولی یو ډول ولس ته یی خپګان پیدا کړی نو کچیری داسی حالت په هر هیواد راشی نو د هیڅ خوشحالی احساس به ونه کړی او تل به پدی فکر کی اوسیږی چی په انتحاری بم کی به وژل کیږم یا پدی وبا مرض له لاسه
مګر اوس هم له شته ستونزو او کړاوونو سره سره بیا هم د افغان ولس او افغان دولت مورال قوی او محکم دی