لیکوال: احمدالله ارچیوال

ژباړونکی: ْضیأالله اختر

فساد په افغانستان کې د یو نه قابوکېدونکې ستونزې په توګه د یو کمزورې ادارې سیستم په وجه دوه چنده شوی. اوس مهال افغانستان د نړۍ په کچه د فساد لرونکو هېوادونو په درجه بندۍ کې، د سومالیا او شمالې کوریا نه مخکې، ۱۷۵ ځای لري چې د کمزورې دولتي ادارې او رشوت شتون په افغانستان کې د روان یاغیتوب د عمده لاملونو څخه دي.

د نامناسبې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت نشتوالی د افغانانو د حکومت ضد احساسات راپارولي او اکثره وخت د طالبانو او نورو ترورستي ډلو هم مخالفتونه ښودلي دي.

د ۲۰۱۳ کال جولای میاشت کې یو اس آی پي (د ملګروملتو د سولې انسټېتیوت) آسکرموسسې ته، د نوموړې موسسې له فساد سره د مبارزې تر عنوان لاندې کونړ ولایت کې عامه خلکو او مدني ټولنو ته زده کړه ورکولو او پوهاوي خپرولو کې پراخه رول لوبولو په دلیل، جایزه ورکړه.

آسکر مدني تولنو ته دا ځواک ورکړ تر څو د مربوطه ټولنو سره په ګډ کار کولو سره د عدم تشدد د ولسې مبارزې په پوره مانا پوهاوی ترلاسه او د یوې غوره دولتدارۍ د موثریت او رول په هکله خپل معلومات لا زیات کړي.  

آسکر د ۱۶۱ مدنې ټولنو غړیو لپاره سیمینارونه په لاره اچولې وو چې د ۶۴ ښځو په ګډون پکې مذهبې عالمانو، ولسولۍ شورا غړیو، قومي مشرانو، ژورنالستانو ځوانو مدني فعالانو هم برخه درلوده. د سیمینار لپاره آسکر د ماریا ج. سټیفان( د یو اس آی پي د پالېسۍ مشره همکاره) لیکلی کتاب، ولسې جهاد؛ په منځنې ختیڅ کې د عدم-تشدد مبارزه، دیموکرټایزیشن(دیموکراتیک کېدنه) او حکومتولي، په پښتو ژبه وژباړو کوم چې د پام وړ مدنې تحریکونو تاریخچه بیانوي او د مترقي دولتدارۍ لپاره ستراتیجي، پولیټیکل هیومر، مذهب، اسلامپال خوځښتونو او د سیمه ییزو لوبغاړو رول ارزوي.

سټیفان وایي ″د پوهې د سمون او ستراتیژیک عدم تشدد لپاره په افغانستان کې د احمدالله ارچیوال او آسکر موسسې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي. د دوی د سیمینارونو او ورکشاپونو د یو جزٔ په توګه د عدم تشدد د کمپاینونو او تحریکونو په اړه مالومات ورکولو سره سره دوې د خپل تاریخ څخه د اغېزمنو ولسې مبارزو نمونې هم وړاندې کوي“.

 ″دوې د افغانستان په جنګ ځپلو ځایونو کې  په دې موضوع شعور او فکر رامنځته کوي چې څنکه قضا او غوره حکومتولۍ ته د عدم تشدد په ریښتینې ماناوو سره پرمختګ ورکړو. دا د افغانستان د بیا مرمت کولو لپاره خورا ستر ګام دی.“

له ورکشاپونو څخه وروسته آسکر د رضاکارانو ۳۴ کسیزه کمیته تشکيل کړه چې اوس یې تمرکز د مثبتو اجتماعي فعالیتونو پیلول او د فساد د شته ستونزو حل او په افغاني تولنه کې د شفافیت لپاره غږ پورته کوي.

د پوهاوي خپرېدنې د زیاتوالي تاثیرات په بدلون راډیو، یوه سیمه ییزه راډیوې شبکه، کې د مطالعې وړ دي. نوموړې راډیو د ګردمېز مباحثو د دایرولو له لارې د ادعا په ډول د فساد په اړه ثبت شوې پېښو په شمول د کنړ د مرکزي سرک د بیا جوړونې په اړه تحقیق کوي. کنړ غږ، محلې مجله، هم د فساد او دولت کې د شفافیت مربوط مقالو په خپرولو بوخته ده.

ګډونکوونکې او د سیمې ځوانان يې د آسکر هڅو متاثره کړي چې اوس هم د ورکشاپونو د اصلي موضوع په هکله خبرې اترې کوي او د ولسوالیو د ځوانانو شوراګانو کې د پراخ ګډون له لارې نیټورکینګ (شبکه جوړونه) کوي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې  ګڼ شمېر ځوانانو د ناظرینو په توګه هېوادوالو ته خدمت وکړ چې د جون په ۱۴ مه د انتخاباتو په دویم پړاو کې به بیا د خلکو دذ خدمت جوګه وګرځي.

د ملګرو ملتونو د سولې انسټېټیوټ (یو اس آی پي) او آسکر(-) افغان ځوانان دې ته چمتو کړي تر څو د ځوان رهبرانو په توګه د خلکو تر مشرۍ لاندې هڅو ته په وده ورکولو سره باامنه افغانستان لپاره د یو موثره جزٔ په توګه د غوره حکومتدارۍ ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *