تاند(شنبه، د حمل ۲) د چین او اسیا تر ټولو ستر ملیاردر جک ما (Jack Ma) ژمنه وکړه چې له کورنا وایرسو سره د مبارزې لپاره افغانستان او ۹ نورو اسیايي هیوادونو ته یو ملیون او ۸ لکه ماسکونه، ۲ لکه ۱۰ زره د معاینې الې (ټیست کیټ)، ۳۶ زره خوندي جامې او یو شمېر نور وسایل وړیا ورکوي.
جک ما دا مرسته د افغانستان ترڅنګ د سریلانکا، بنګله دېش، کمبودیا، لاووس، مالدیپ، منګولیا، میانمار (برما) نیپال او پاکستان لپاره اعلان کړې ده.
ما، چې د علي بابا شرکت او جک بنسټ موسس هم دی، په خپله ټویټرپاڼه کښلي«د دغو وسایلو ژر رسول به اسانه کار نه وي خو موږ به دا کار وکړو.»
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تراوسه پورې په هیواد کې د کورونا ۲۲ قضیې مثبتې پېژندلي خو ګومان کېږي چې د کورونا پېښې به په افغانستان کې تر دې ډېرې وي ځکه چې هره ورځ زرګونه افغانان له ایران څخه راځي. کورونا په ایران کې خورا زیاته خپره شوې ده.
څرګنده نه ده چې د ښاغلي جک له لوري د اعلان شویو وړیا وسایلو څومره به افغانستان ته ورکړل شي.
بلې خوا په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتو سفارت ویلي چې د کورونا وایرس د خپرېدا د مخنیوی لپاره به د افغانستان له حکومت زندانونوته ماسکونه، د لاسونو د پاکولو لپاره ځانګړې مایع او د پاکولو نور مواد ورسوي.
کورونا وایرس یا (Covid-19) د تېر میلادي کال (۲۰۱۹) په دسمبر کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خپره شوه خو اوس په دغه هیواد کې کنټرول شوې ده.
په وروستیو درو ورځو کې په ووهان ښار کې د کورونا هیڅ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې.