تاند(شنبه، د حمل ۲) ناټو، امریکا او جرمني په زابل کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستې د وسله والو طالبانو خونړۍ حمله په کلکه وغندله.

د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته نژدې پرون سهار د لویې لارې پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې، چې د نفوذي کسانو په مرسته یې وکړه، د ملي پولیسو او ملي اردو ۲۴ سرتېري ووژل شول.

طالبانو، چې د دوحې په موافقه کې له امریکا سره د تشدد د کمولو ژمنه کړې تراوسه د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

په افغانستان کې د ناټو جګپوړي ملکي استازي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«زه په زابل ولایت کې پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو دا وحشیانه حمله غندم. دا به څرنګه خلک وي چې د نوروز په ورځ، په نړۍ کې د کورونا وایرسو د خپرېدو په منځ کې او د سولې له ژمنو وروسته پر خپلو افغانانو د داسې برید امر کوي.»

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې، چې پر ټویټر یې هم خپور کړی دی، دا برید په کلکه غندلی.

«موږ په زابل کې د جمعې د ورځې حمله په کلکه غندو او د افغانستان له زړه ورو ملي او دفاعي ځواکونو او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي څرګندوو. افغان امنیتي ځواکونه افغانستان ته د خدمت او ځان وقفولو په خاطر د ویاړ وړ دي. په داسې حال کې چې کورونا وایرس په نړۍ کې خپاره شوي او نوروز دی، دا ډول حملې ناوړه دي. اوس د سولې وخت دی.»

له بلې خوا په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګیل پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«په زابل کې د افغانستان پر ملي امنیتي – دفاعي ځواکونو د طالبانو د نن ورځې بوږنوونکې حملې په غوسه کړم.»

ده هم دا یادونه کړې چې دا برید په داسې وخت کې شوی چې خلک د کورونا له وایرسو اندېښنه لري او له بلې خوا د کال لومړۍ ورځ وه.

د افغانستان ولسمشر پرون پر دې حملې په غبرګون کې وویل چې دا ډول بریدونه د سولې پروسه له خطر سره مخامخولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *