تاند(شنبه، د حمل ۲) د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو ترمنځ د کورنا وایرس پر ضد د همږغیو د رامنځته کولو لپاره د هند د صدراعظم نریندر مودي له وړاندیزه وروسته افغانستان نن اعلان وکړ چې د کورونا وایرس پر ضد بیړني صندوق ته یو ملیون ډالره بسپنه ورکوي.
تېره اوونۍ (یکشنبه، حوت ۲۵) د سارک یا د جنوبي اسیا د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو مشرانو له کورونا سره د مبارزې لپاره فوق العاده غونډه وکړه.
په دې ویدیوکنفرانس کې، چې د هند د صدراعظم نریندر مودي په وړاندیز دایرشو، د افغانستان ولسمشر، د هند صدراعظم او د سارک د غړیو هیوادونو نورو مشرانو او همداراز د دې ټولنې د روغتیا وزیرانو له کورونا ناروغۍ سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر د سارک په ویدیوکنفرانس سرمشریزه کې وویل، د دې لپاره چې د سارک د هیوادونو نفوس زیات دی او وګړي یې بېوزله دي، د کورونا وایرسو په وړاندې ډېر زیانګالي دي نو باید په احتیاط ګام واخیستل شي.
ولسمنشر غني له کورونا سره د سارک د غړیو هیوادونو د مبارزې لپاره د ګډې بسپنې جوړېدو ته د افغانستان چمتووالی اعلان کړ.
د افغانستان د ولسمشر ویندوی صدیق صدیقي نن په کابل کې وویل، د افغانستان حکومت د سارک د مشرانو په غونډه کې له ژمنې سره سم د دې ټولنې د غړیو هیوادونو د ګډ اضطراري صتندوق لپاره د یو ملیون ډالرو مرسته تصویب کړه.
نیپال ۱۰۰ ملیونه نیپالي روپۍ او بوټان یولک ډالره مرسته اعلان کړې خو هند ویلي چې ۱۰ ملیون ډالره مرسته به وکړي.
افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بوټان، بنګله دېش، نیپال او مالدیپ د سارک غړي هیوادونه دي.