د پراګ د دایفیسکا د لوی چوک دوکانونه بند دي. په یوه کونج کې یې هغه درملتون خلاص دی چې د کورونا تر خپریدو مخکې هم څلرویشت ساعته پرانستی و. دې درملتون ته نور کله د چا ډير نه ورپام کیدل ځکه چې کړکۍ یې وړه ده، لوحه یې هم کوچینۍ، خو نن یو اوږد کتار ورته دریدلی دی. د هر کس ترمنځ نژدې دوه متره فاصله ده. یو کس درملتون ته ورځي دوا اخلي چې هغه راووځي بل ورننوځي.
له دې ځایه پرته شاوخوا یو نیم کس ښکارې چې له سړکه دلته هلته پورې وځي. یو بس تیر شو. دوه تنه پکې ښکاریدل. شاته یې ترموای روان و. شمیر یې راته سخته شو چې څو تنه پکې سپاره دي ځکه چې ډبې یې ډيرې دي خو سورلۍ یې په شمار وې د پخوا په څیر نه وې چې ګڼ به پکې دریدلي وو او چوکۍ به یې ډکې وې.
زما د یوه چکي دوست خبره راپه زړه شوه چې څو ورځې مخکې زه په قرنطین کې وم له کوره نه وتم په مسینجر کې یې د خپلې انا په وینا راته لیکلي و چې پراګ د نړیوالې دوهمې جګړې پرمهال داسې لوګ شوی و، دې چکي دا هم راته لیکلي و چې انا یې د جګړې زمانه له ذهنه ایستلې وه خو اوس تشو کوڅو بیا تیرې خاطرې لکه یو فلم د دې سترګو ته درولې دي.
دوې اونۍ مخکې په کورنا له یوه اخته کس سره ما روغبړ کړی و، تر هغه وروسته قرنطین شوم. د چک د حکومت د روغتیا وزارت له لورې هم یو ایمیل راغی چې له کوره دوې اونۍ مه وځه. پخوا چې به داسې وخت په ګوتو راغی چې په کور یم او کار نه لرم نو کیسې به لکه د پسرلي باران په ما وریدې دغه دانې به یوه نیمه سمه کیسه شوه او ډيرې به یې خړې اوبه وې چې یوه شیبه به ورته خوښ وم چې لیکنه خو شوې وروسته به مې بیا همدا لیکنې په خپله قرنطین کولې. اوس مې هیڅ شی نه شوای لیکلی، لوستل هم نه کیدل.
زه چې کله کیسه ولیکم بیا د کرکټرونو حرکات له ځان سره تمثیلوم چې څوک عصبي فشار لري څرنګه د ټیکونو ویښته مروړي، چې په قهر وي څرنګه غاښونه چیچي، چې په چرت کې وي څرنګه پر څټ لاس تیروي….
د قرنطین په لومړۍ ورځ مې پام شو چې انسان څومره ډير پر مخ لاس وهي، که یې منع کړی یم او داسې کوم؟
د قرنطین په دوهمه ورځ پرنجی راغی، وویریدم، بله ورځ د شپې تر خوب مخکې وچ ټوخي واخیستم، ساه مې تربت شوه. بله ورځ مې لاسونو ته پام شو چې څومره مې وینځلي چې داسې ښویه شوي. د ستونې درد مې بیا بیا حس کړ خو چې په څه به بوخت شوم درد به نه و.
دا ویره له دې نه وه چې ژوند دومره راباندې ګران دی. دا ویره له دې وه چې له ځان سره به مې ویل: « که کورنا شوې د کور نور غړي به هم له تا ونیسي، که هغوی ونه نیسي سخت خو به سرګردانه شي».
مور مې دې خدای وبخښي یوه ورځ یې په غېږ کې ونیولم په خندا یې راته وویل چې یوې مور خپل زوی ته هر وخت ویل چې بلا دې واخلم، بلا دې واخلم بله ورځ یې زوی نارې کړې چې ادې بلا راغله. مور ورته وویل زویه خپله بلا دې خپله خپله مې خپله.
ښایي د ویرې علت به یې دا هم وي چې نړۍ سره نژدې شوې ده د یوه واړه موبایل په شیشه کې د نړۍ له ټولو خبرو خبریږم. د وهان په ښار کې میاشت مخکې د قرنطین شویو چینایانو چیغي مې لاهم له مغزو نه دې وتلي، د ایټالیایانو ویره، د جرمنیانو اندیښنه، دعربانو تشویش چې د مکې مکرمې او مدینې منورې په حرمینو کې یې لمونځونه بند کړي، د قطر، متحد عربي اماراتو او یوشمیر نورو عربي هیوادو په جوماتونو کې موذن په جهر وایي چې لمانځه ته مه راځئ په کورنو کې یې کوئ….
ما پوره دوې اونۍ د کور سودا نه وه اخیستې. ښاري ژوند کورنۍ اړباسي چې ژر ژر سودا وکړي خو د پراګ خلک څه خبرو چې د کورونا وبا به داسې ژر له غرونو، رغونو، سیندونو سمندرونو رااوړي او د چین له وهانه به د دې ارام ښار د خلکو ژوند ګډوډوي.
د خوراکي موادو لوی پلورنځي ( کوف لنډ) ته ورغلم. د سودا په ریړه کې پلاستیکي دستکش پراته دي. ځیني له دغو ریړو ویره لري چې لاستی یې د ورځې مختلف خلک په لاس کې نیسي هسې نه کورونا وایرس ولري. ما له کوره دستانې په لاس کړې وې. ریړه مې پورې وهله. د پلورنځي په منځ کې مې خلکو ته ورپام شول چې لرې لرې سره ګرځي.
په تیره یوه اونۍ کې په کابل کې او د افغانستان په ځینو ښارونو کې د احتکار له امله نرخونه جګ شول چې حکومت یوشمیر دوکانداران جریمه هم کړل. دلته ماته نرخونه پخواني ښکاره شول. ځیني شیان لا لیلام شوي.
د مکروني، لوبیا، دال او داسې شیانو المارۍ لږې تشې شوې دي چې ژر نه خرابیږي. نور شیان لکه پخوا پریمانه دي. یوازې یو شی نه شته، تازه کبان. د کورونا تر خپریدو مخکې دلته وړ وړ کبان خرڅیدل.
سودا مې لږ ډیره واخیسته. نورو هم لږه سودا نه اخیسته. کنه داسې چکان مې هم پخوا لیدلي و چې یو بانجان یا یو کچالو به یې رااخیستی و.
د خوراکي موادو د دې مغازې مخې ته بیروبار دی. که ځوان دی، که ځوانه، که زوړ دی که زړه ټولو مخونه پټ کړې دي، دوې سترګې یې ښکارې ځینو بیا پوزه او خوله په لوی رومیال داسې بند کړي چې یوازې دوې سترګې یې ځلیږي، دوې شنې یا زرغونې سترګې خو د پراګ د نجونو ښایست پټ شوی دی. دا هم نه ښکارې چې تر کله به دا ښایست پټ وي او د خلکو پر زړونو به د ویرې خپسکه تر کله خپره وي.