ـ یوازې د زړه له لارې کولای شو چې سم ووینو ، هر هغه څه چې سم دي سترګې یې د لېدلو وړتیا نه لري
“انتوني دوسن اګزپوري”
ـ هر هغه څوک چې غواړي لمر واوسي لومړی باید د لمر په شان وسوځي د لمر اوسېدلو لپاره د لمر په څیر سوځېدل اړین دي.
“ادولف هیتلر “
ـ ستاسې باورونه کولای شي غرونه له منځه یوسي او ستاسې وېره کولای شي غرونه جوړ کړي.
“جول اوستین “
ـ مه پرېږدئ؛ چې وګړي د خپلو خبرو په مرسته تاسې له خپلو هیلو لرې کړي.
“جک کانفلیډ “
ـ هر انسان باید له دوو څیزونو سره ځان عادت کړي:
۱: د ایمان جفا
۲: د بشریت ظلم
“بقراط”
ـ لومړنۍ دنده د ژوند نه د خپل حق اخیستل دي.
“آرتور شوپنهاور “
ـ د هرې شپې رارسېدل دا مانا لري چې یوه ورځ مو له لاسه ورکړه.
“البرت انشتین “
ـ یوازې هغه کسان ځواکمنه دي چې دا یې زده کړي وي چې څرنګه تغییر وکړي.
“کارل راجرز