جرار جانباز
۱۳۹۹ل. کال د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له خوا د « پیوستون او اصلاحتو» په نامه و نومول شو، د نامه او حالتو تر منځ مناسبت رښتیا هم زیات او مناسب دی، ګډوډي او فساد تر دا حده رسېدلي چي غل هم ناري وهي مل هم، په نفاق کي خو حالات دومره سپین سترګي شوي چي د زغم له کلتور او د ورورولۍ له فضاء یې د نفرتونو میدان جوړ کړی.
نوی کال عموماً په داسي وخت کي را ورسیدی، چي په هیواد کي د دوو رئیس جمهورانو معضله لا تر اوسه لا ینحل پاته ده، چي د تېر ۹۸ل. کال په اخېره کي یې تر زیاتو کش مکشو وروسته په یوه ورځ یوه وخت هیواد او هیوادوالو ته د وفادارۍ لوړه وکړه.
د افغانانو هیلي او ارمان ته لا هم د ټګانو تعویضونه ور په غاړه دي ځکه خو یې لوبه نور هم پېچلې شوه، په بین الخارجي مذاکراتو کي خارجیان (امریکایان) نه یوازي دا چي معاف شول او وزي به بلکي د اینده ګوښونو څخه د خوندیتوب ډاډ یې هم تر لاسه کړ، اما بین لافغاني مذاکرات لا تر اوسه د ګېم دندانې ته سم نه دي برابر شوي او د زمینه سازۍ له پاره یې د تاوتریخوالي د کمښت له برکته سره،سره نن د نوي کال اوله په زابل کي د افغانانو تر منځ ۲۵ تنه یوځای مړه او وسوځېدل.
بل ناورین چي تر نوي کال مخکي یې ځان راته را ورساوو د کرونا څو مخی ویروس دی، چي نه یې شاه معلومیږي نه مخ، له چین څخه خپور او په ټوله نړۍ کي یې سرایت وکاوو او دا مهال ۲۴ مثبتي پېښي چي زیاتره یې په هرات ولایت پوري مربوطیږي ثبت دي، بل خوا د دا ویروس له امله ایران ته په زرهاو د مزدورۍ له پاره تللي افغانان بیرته په یوه وار هیواد ته راغلل او لا جوفې، جوفې را روان دي، دا چي ذکر شوی ویروس به له دوی سره په کومه اندازه زیات شي او همدا رنګه د شیانو ګراني او د دونه زیات شمېر نورو ځوانانو بېکاري به د نوي کال نیکمرغي او د هیواد اقتصادي حالت او سیاسي وضعه کومي خوا ته بوزي؟ د تشویش وړ سوچونه دي، دا خو منو چي روزي به خدای را رسوي اما بېکاري خو بدبختي زیږوي!
له دومره ننګونو سره، سره زه بیا هم نوي کال ته نه یوازي دا چي هیله من یم، بلکي خوشحاله هم یم، دا چي هیلي به مي پوره او که نیمګړې پاته شي خدای ته معلومه ده، اما زما خوشحالي تر هر نوي کال دغه ۹۹ کال ته چي زیاتره میله ځایونه قرنطین دي او هر ځای چپه چپایي ده، زیاته ده، په داسي حال کي زما خوشحالي ماته هم د تعجب وړ احساس دی، لاملونه یې ممکن ځیني لاسته راوړني وي، مګر یو عمده او د تعجب وړ عامل یې خپله ۹۹ دی، تاسو پوهیږی موږ تر اوسه هم د اساطیرو تر څنګ د خپل ځانګړي فرهنګ او فلکولوریکو روایاتو ( کږنو او انګېرنو) تر تاثیر لاندي یو، چي دا د انسانانو په هوډ، قناعت، ډاډ او روان باندي زیاته منفي او یا هم مثبته اغېزه لري، زه چي زیات وخت په عدادو کي انتخاب کوم په ۹۹ پسي ګرځم لکه – د ټېلفون شمېره مي – دا یو ډول رواني هڅونه او ډاډ را باندي حس کړي، تاسو هم شاید کله، کله داسي کفیت ولرئ، دا چي ولي؟ دې پوښتني ته ارواپوهنه خپل جوابونه لري، خدای ج دي وکړي چي تاسو هم زما په څېر نوي ۹۹ کال ته نوي مثبت فکرونه او نوې ارزوګاني ولری، هغه ارزوګاني مو خدای ج در پوره کړه، چي ستاسي د خوښۍ په ملاتړ کي تر هر څه لومړۍ وي.
له هیواد څخه د ناپوهۍ، جنګ، بدبختۍ او بې عدالتي د ورکېدو په هیله!
۱ / حمل / ۱۳۹۹ل. کال