تاند(شنبه، د حمل ۲) راپورونه وايي چې نن شپه شاوخوا ۸ بجې پر بګرام هوايي اډه له یوه موټر څخه توغندويي بریدونه وشول.
د پروان ولایت چارواکي وايي، دا بریدونه له هغه موټر څخه وشول چې د پروان او کاپیسا ولایتونو ترمنځ په یوه ساحه کې درول شوی و.
لومړني راپورونه وايي چې توغندي هوايي اډې ته نژدې لګېدلي او حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
په افغانستان کې امریکايي پوځیانو تر دې دمه د دې برید او احتمالي مرګ ژوبلو یا تاوانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د راکټونو له توغولو وروسته موټر اور اخیستی او امنیتي ځواکونه وايي چې په حمله کوونکو پسې ګرځي.
دا د تېرې فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو له موافقې وروسته پر یوه امریکايي هدف لومړنی برید دی.
که څه هم تراوسه طالبانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي خو د قطر له موافقې سره سم طالبانو منلې چې پر بهرنیو ځواکونو به حملې نه کوي.
بګرام د امریکايي پوځیانو تر ټولو لویه لویه ګڼل کېږي.