ارشیف

تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د سمنګان ولایت چارواکي وايي چې څه باندې ۵ ټنه چاودېدونکي مواد یې نیولي دي.

د سمنګان د والي ویندوی صدیق عزیزي رسنیو ته پرون (شنبه) وویل چې دا چاودېدونکي مواد، چې په هغو کې د سړک د غاړې ماینونه هم شامل دي، له مزارشریف څخه د سمنګان ګاونډیو ولایتونو ته وړل کېدل چې د ملي امنیت ځواکونو کشف کړل.

د عزیزي په وینا په دې تړاو یو تن نیول شوی دی.

پرون د سمنګان په ګاونډي ولایت بغلان کې د طالبانو په یوه حمله کې ۲ پولیس ووژل شول.

د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مطلومیار وايي چې طالبانو ۴ پولیس برمته کړي هم دي.

مظلومیار وايي چې په دې برید کې یو شمېر طالبان هم ووژل شول خو د شمېر په اړه یې کره معلومات نه لري.

له بلې خوا طالبانو پرون د کاپسا په نجراب ولسوالي کې ۵ امنیتي ځواکونه وژلي دي.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویندوی شایق شورش وايي، دا برید د شپې له ۱۲ بجو لږ وروسته د نجراب ولسوالي په ګیاوه سیمه کې پر یوه پوسته وشو چې په لړ کې یې د ملي اردو او پولیسو ۵ سرتېري او د ولسي پاڅونوالو یو تن ووژل شول.

دی وايي چې طالبانو ته هم یو لړ مرګ ژوبلې اوښتي دي. خو د کاپیسا د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې برید کې ۱۱ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي چې افغان هوايي ځواک تېره شپه د کندوز د امام صاحب ولسوالي په یکه توت سیمه کې بمباري کړې او په نتیجه کې ۱۱ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت د طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

پرون افغان چارواکو وویل چې په تېزو  دوو ورځو کې د طالبانو په حملو کې تر ۴۰ زیات امنیتي ځواکونه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

تر ټولو خونړۍ حمله د جمعې په ورځ په زابل کې وشوه چې په لړ کې یې د ملي اردو او ملي پولیسو ۲۴ غړي ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *