تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د کورونا د وایرسو ۱۰ نوي مثبتې پېښې یې ثبت کړي دي چې له دې سره په افغانستان کې د کورونا تایید شوې پېښې ۳۴ ته ورسېدې.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز رسنیو ته وویل چې په کابل کې د دوو بهرنیو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا اخته شوي او اوس په قرنطین کې دي.
په همدې حال کې په درسته نړۍ کې تر نن یکشنبې پورې په کورونا وایرسو د اخته شویو کسانو شمېر تر ۳ لکو واوښت او ۳ لکه ۸ زره ۵۶۴ تنو ته ورسېد.
همداراز تر نن یکشنبې پورې ۱۳ زره ۶۹ تنه په دې وایرسو مړه شوي او ۹۵ زره ۸۲۹ تنه ښه شوي دي.

په کورونا د اخته کېدو تر ټولو ډېرې تازه پېښې په متحدو ایالتونو کې ثبت شوي دي. په دې هیواد کې له پرون راهیسې ۲ زره ۶۸۵ تنه په کورونا وایرسو اخته شوي او ۴۶ تنه مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا په اصلي مرکز چین کې له پرون راهیسې ۴۶ کسان تازه اخته شوي او ۶ تنه ورڅخه مړه شوي دي.
ایټالیا د کورونا د نوې پېښې راپور نه دی ورکړی په دې هیواد کې ۵۳ زره ۵۷۸ تنه په کورونا وایرسو اخته دي او ۴ زره ۸۲۵ تنه ورڅخه مړه شوي دي.