تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان د سولې د تماس ډلې نن د ویډیو کنفرانس له لارې په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په دې ویدیوکنفرانس کې ټولو خواوو د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالي پر کمولو، مخامخ خبرو او هراړخیز او دایمي اوربند خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا وايي چې دې ویدیوګنفرانس دوه نیم ساعته دوام وکړ.
دا د دواړو خواوو ترمنځ لومړنی تماس دی.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظرونه تبادله کړل څو د بندیانو خلاصون ته چاپېریال برابر شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ویدیوکنفرانس کې د امریکا د متحدو ایالتونو او قطر استازو هم ګډون درلود.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د تماس ډلې څه موده مخکې په قطر کې څو اوونۍ تېرې کړې خو له طالبانو سره یې ونه کتلای شوای.
نننی ویدیوکنفرانس د بیم الافغاني خبرو د پیلېدو او د افغانستان د سولې لور ته یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.