تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هیواد کې د ایډز/ ایچ آی وي په ویروسو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی.

د عامې روغتیا د وزارت مرستیالې ناجیې طارق نن /یکشنبه/ وویل چې سږ کال د تېر کال په پرتله په ایچ آی وي د اخته شویو کسانو شمېر ۳۸ فیصده زیات شوی دی.

دې چې د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرې کولې، همداراز وویل:سږ کال په ټول افغانستان کې د ایچ آی وي/ ایډز لږترلږه  ۱۶۲ قضیې ثبت شوي دي. حال دا چې تېر کال ۱۱۷ قضیې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیواله اداره (ډبیلو ایچ او) اټکل کوي چې په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره تنه د ایډز په ویروسو ککړ دي خو یوازې په سلو کې دېرش یې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې له یوې خوا دا ناروغي ژر نه تشخیص کېږي او له بلې خوا هغوی چې په ځان پوی شي چې ایچ آی وي لري، نه غواړي چې افشا شي.

ویل کېږي چې له ورته پیچکاریو څخه د استفادې له کبله هم په افغانستان کې دا ناروغي، چې عموماً له بهره راوړل کېږي، په چټکۍ خپرېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په وینا په دغه هیواد کې د ایډز لومړنی کېس په ۱۹۸۹ میلادي کال ثبت شو او له هغه راوروسته قضیې په هغو افغانانو پوري اړه لري چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته راغلي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په مخدرو موادو روږدي کسان هم د پیچکاریو له لارې دا ویروس یو بل ته لېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *